صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ملي تدارکاتو کمېسيون څلور تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون څلور تړونونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسيون څلور تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲ ميليارده افغانيو په ارزښت د ۲۵ کيلومتره په اوږدوالي د دوشي-باميان سړک د شپږمې برخې د جوړولو تر څنګ درې نور تړونونه منظور کړل. په دې غونډه کې منظور شوي تړونونه په لاندې ډول دي:

–  د عامې روغتيا وزارت اړوند د طبي اکسيجن او د لوړو زدهکړو وزارت اړوند د تحصيلي بنسټونو د اعاشوي او لابراتواري تجهيزاتو تدارک؛

–  د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لومړۍ برخې دکار د پيل په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت او نړيوال بانک د طرحې منظوري. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په دې برخه کې ، د پروژې د چاپېريال ساتنې او اجتماعي مطالعاتو سروې اړوند مسايل به هم تطبيق شي.

–   د زراعت د مارکېټ بنسټيزې پروژې اړوند د پنځه عصري مسلخونو د ودانيو زماني تعديل او د جوړېدو طريقه يې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
وړانديز کړې وه.

دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې د عامې روغتيا وزارت اړوند د بستر تجهيزاتو وړانديز شوی تړون رد شو او لارښوونه وشوه چې نوې پروسه دې د مقيدې سيالۍ له لارې وړاندې شي. په دې غونډه کې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې او عدليې وزيرانو، د ملي تدارکاتو دارې مسوولينو، دسيګار او غوڅ ملاتړ او د مشرانو جرګې د مالي ملي اقتصاد او بودجې کمېسيون څارونکو هم ګډون کړی و.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha