صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | افغانستان له هند څخه د يوې ځانګړې سپوږمکۍ غوښتنه کړې

افغانستان له هند څخه د يوې ځانګړې سپوږمکۍ غوښتنه کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان له هند څخه د يوې ځانګړې سپوږمکۍ غوښتنه کړې

د افغانستان حکومت له هنده غوښتي چې د افغانستان لپاره ځانګړې سپوږمکۍ، چې يوازې افغانان ورڅخه کار اخلي، فضا ته ولېږي.

 د هندي رسنيو د راپور له مخې، د افغانستان حکومت له هند څخه دا غوښتنه درې مياشتې وروسته له دې وکړه چې هند د جنوبي اسيا لپاره سپوږمکۍ وتوغوله. د هند د ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې له راپور سره سم افغان چارواکو ورته ويلي، له هند څخه دا غوښتنه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وروستيو کې وکړه. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست   سيد احمد شاه سادات په وروستيو کې په کابل کې د هند له سفير مانپريت وهرا سره وليدل او له هغه يې وغوښتل چې هند دې د افغانستان لپاره سپوږمکۍ ځانګړې کړي. ايکانوميک ټايمز ورځپاڼه وايي: دا څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت له ځانګړې سپوږمکۍ څخه د ترورېستانو د پټنځايونو په موندلو کې هم کار اخلي او که نه. ډاکتر سيد احمدشاه سادات، چې د لنډې مودې لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست و، په دغه وزارت کې د پام وړ اصلاحات راوستل، خو تېره اوونۍ ارګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره شهزاد اريوبي د نوي وزير په توګه ونوماوه. ښاغلي سادات د هند له سفير سره د جنوبي اسيا په سپوږمکۍټلايټ) کې د افغانستان لپاره د ترمينل د پرانيستل کېدو غوښتنه هم وکړه. د ايکانوميک ټايمز د راپور پر اساس، ټاکل شوې چې د جنوبي اسيا له سپوږمکۍ څخه د افغانستان د استفادې په اړه يو يادښت ژر لاسليک شي. له ۱۲ ترانسپوندرونو څخه به ۲ افغانستان ته ورکړاى شي او له سپوږمکۍ څخه به د مخابراتو، تلوېزيوني خپرونو، کرنې، کانونو او په نورو برخو کې کار واخلي. د سږ کال په مې مياشت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جنوبي اسيا له نورو مشرانو سره د جنوبي اسيا د هېوادونو لپاره د هند په وسيله د سپوږمکۍ د استولو په  مراسمو کې ګډون وکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha