صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د بنسټيزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي

ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د بنسټيزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د بنسټيزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي

د کندهار والي وايي، ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په هېواد کې د بنسټيزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي.له ترکمنستانه تر هندوستانه د ګازو د نل ليکې غځولو پروژه يا ټاپي چې ۷۳۵ کيلومتره يې په افغانستان کې تېرېږي د عملي کار پر مهال يې امنيتي اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

 د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د سې شنبې په ورځ د ټاپي پروژې د عامه پوهاوي په غونډه کې وويل چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د ورته بنسټيزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي، خو د دغو خنډونو د لرې کولو او د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو لپاره تر ټولو ښه لاره له قومي مشرانو او د سيمې د اوسېدونكو سره همغږي او
د مرستې غوښتنه ده
.

نوموړي زياته کړه: (( د دې پروژې لپاره زموږ د خارجي او داخلي دښمنانو د شومو اهدافو په دفعه کولو کې علما، سپين ږيري، قومي مشران، مدني فعالان او رسنۍ مثبت نقش لوبولای شي.)) په غونډه کې د کانونو او پطروليم وزارت د پاليسي جوړونې مرستيال ميراحمد جاويد سادات وويل، ټاپي پروژه به د هېواد د سياسي امنيت په ټينګښت کې د پام وړ مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه: (( ټاپي پروژه د افغانستان او سيمې د هېوادونو لپاره يو خورا ښه اقتصادي فرصت دی، دا يوه ولس محوره پروژه ده چې په تطبيق کې يې ولس ته زيات رول ورکول کېږي.)) په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي او د ولايتي شورا غړي له حکومته غوښتنه کوي چې د يادې نل‌ليکې د غځولو د عملي کار د پيل پر مهال دې د اړوند سيمو اوسېدونکو ته د کار ورکولو لومړيتوب ورکړي. ټاپي يا د ګازو د نل‌ليکې غځولو پروژه د ترکمنستان په خاوره کې تر ١٤٧ کېلومتره واټن وهلو وروسته، د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په ٧٣٥ کيلومتره فاصله کې تر پاکستانه غځېږي چې هلته بيا د کوټې له لارې پنجاب ايالت ته غځېږي او بيا په دغه هېواد کې تر ٨٠٠ کېلومتره مزل وروسته د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمې کې پاى ته رسېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha