صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي

د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمداشرف غني په حضور کې د پنجشنبې په ماسپښىن د کور او ښار جوړولو وزارت ، د کانونو او صناىعو د نوې جوړې شوې خونې ترمنځ د همکارۍ قرارداد لاسلىک شو.

په دغه مناسبت د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې په جوړو شوىو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمنې، د اقتصادي سکتور ىو شمېر مسوولانو او د  هېواد د صنعتکارانو استازو حضور درلود، لومړى د کور او ښار جوړولو وزىر سىدسعادت منصور نادري په خپلو خبرو کې له صنعتي پلوه د  هېواد د  خودکفايي په لور د جمهوررييس له هڅو مننه وکړه. هغه ووىل: دا په تارىخ کې لومړى  ځل دى چې زموږ خصوصي سکتور او ودانىز صنعت دومره پرمختګ کړى دى او له بلې خوا لومړى ځل دى چې دغه سکتور د دولت له دومره ملاتړه برخمن دى. ښاغلي نادري په تېرو دوو کلونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې ووىل: هڅه ىې داده چې ښارونه باىد د کار او تولىد په مرکزونو بدل شي او په دې برخه کې ښاري پلانونه او پروګرامونه لري چې د جمهوررييس تر مستقىم نظارت لاندې پرې کار روان دى.هغه ووىل: دا چې د ۱۳۹۷کال له پىل سره به د ټولو دولتي ودانىو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت په غاړه وي، په دې کې به د کورنىو تولىداتو کارول نه ىوازې زموږ ودانىز صنعت لا پىاوړى کړي، بلکې زرګونو خلکو ته به په کې کار پىدا شي او له دې لارې به دغه هدف ته نږدې شو چې افغانستان له وارداتي هېواده په صادراتي هېواد بدل کړو.ښاغلي نادري ټولو صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ټولو هغو ودانىزو توکو لېست ىې ترتىب کړى دى چې په کور دننه تولىدېږي او په ودانىزو چارو کې به له دغو تولىداتو کار واخىستل شي او د دغه هوکړه لىک په اساس به وکولاى شو چې د دولت او صنعتکارانو ترمنځ هر اړخىزو همکارىو ته لار اواره کړو.ورپسې د صنعتکارانو د اتحادىې مشر شېرباز کمىن‌زاده په خپلو خبرو کې ووىل: سره له دې چې هېواد مو له سختې جګړې سره مخ دى او په داسې حساسو شراىطو کې مو جمهوررييس صنعت ته پاملرنه کوي، دا د ده د ژورې پوهې او درک نښه ده چې د کورنىو تولىداتو له اهمىت څخه ىې لري او له دې امله ىې د ټولو صنعتکارانو په استازىتوب ورڅخه مننه وکړه.ښاغلي کمىن‌زاده ووىل: موږ په بېلابېلو برخو کې هېواد ته ژمن صنعتکاران لرو او دوى چمتو دي چې د هېواد وارداتي اقتصاد په تولىدي اقتصاد بدل کړي او په خلکو ىې غږ وکړ چې له کورنىو تولىداتو څخه ملاتړ او استفاده وکړي او له جمهوررييس څخه ىې مننه وکړه چې خپله هم په داخل کې تولىد شوي بوټان په پښو کوي او ټولو دولتي ادارو ته ىې وىلي چې کورنىو تولىداتو ته لومړىتوب ورکړي.ښاغلي کمىن‌زاده ووىل: کله چې د اقتصاد عالي شورا لومړنۍ غونډه جوړىده موږ د صنعتکارانو په استازىتوب لس غوښتنې مطرح کړې، چې تر دې مهاله مو اوه غوښتنې عملي شوي دي او په پاتو هم کار روان دى. هغه د قوانىنو د اصلاح، زېربناوو لپاره د مځکو د ورکړې، د مالىاتو او برېښنا د کموالي په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه مشخص وړاندىزونه وکړل.همدارنګه غونډې ته د هرات ولاىت د صناىعو او کانونو خونې رييس حمىدالله خادم، د ننګرهار د صنعتکارانو د اتحادىې رييس حاجي تورملنګ، د بلخ د صنعتکارانو د اتحادىې رييس سىد محمد ظاهر روشن‌زاده، د کندهار د صنعتکارانو د اتحادىې مرستىال ګلنواز شىواني، د کابل د صنعت کارانو په استازىتوب د پىمان آىس کرىم شرکت رييس سخي احمد پىمان په خپلو خبرو کې د جمهوررييس څخه د کورني صنعت د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او ډاډ ىې ورکړ چې صناىعو او کانونو د جلا خونې په جوړېدو سره به ىې ستونزې تر ډېره حده حل شي.دغو وىناوالو په خپلو خبرو کې ووىل: دوى په ډېرو سختو شراىطو کې پانګونه کړې چې د کامىابۍ هېڅ چانس ىې نه و، خو اوس ىې چې دولت هم ملاتړ کوي او قوانىن ىې هم په ګټه دي خپلې هڅې به لا ګړندۍ کړي.دوى په خپلو اړوندو ولاىتونو کې په صنعتي پارکونو کې د کانالىزاسىون نشتوالى، چاپېرىال ساتنې ته نه پاملرنه، د اطفايي نشتوالى، د دولتي خدمتونو کموالى، د برېښنا کمښت، د مځکو غصب او د امنىت په اړه خپلې اندېښنې له جمهوررييس سره شرىکې کړې او د هغې د حل په موخه ىې د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.دغو صنعتکارانو د حکومت د اقتصادي او انکشافي برنامو د ملاتړ تر څنګ له جمهوررييس څخه وغوښتل چې را روان ۱۳۹۷کال دې د کورنىو تولىداتو څخه د ملاتړ کال په نوم ونمانځل شي.همدارنګه غونډه ته په فرهنګي چارو کې د جمهوررييس سلاکار اسدالله غضنفر د صناىعو او کانونو خونې د جوړېدو په اړه د جمهوررييس غني حکم ولوست چې له مخې به ىې د سوداګرۍ او صناىعو له خونې څخه د صناىعو برخه جلا او د ىو مستقل حقوقي شخصىت په توګه به د صناىعو او کانونو د خونې په نامه فعالىت پيلوي. ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمداشرف غنى وىنا وکړه وې وىل: نن واقعاً ىوه ځانګړې ورځ ده، د افغانستان دښمنان د مرګ ، خو د هېواد صنعتکاران د ژوند، سوکالۍ او پىوستون پىغام لري. هغه زىاته کړه: صنعتکاران ډارن نه دي، بلکې اصلي جهاد دوى تمثىلوي او د دې خاورې په راتلونکي باور لري او په پرله پسې توګه نوې طرحې او مفکورې وړاندې کوي.جمهوررييس ووىل:افغان صنعتکاران د تقسىم لامل نه دي، بلکې د افغانستان د وحدت لامل شوي دي. افغان صنعتکاران د هېواد سوکالي غواړي او باور لري چې دغه پرېمانه او ستره شتمنې چې خداى تعالى موږ ته راکړې ده، د افغانانو په خپل همت به د سوکالۍ، ثبات او د خلکو د ژوند وسىله جوړېږي.جمهوررييس د صنعتکارانو د ملي ژمنې څخه په مننې ووىل: تاسې په حل لارو فکر کوى نه په ستونزو او د هغو لپاره ښه بېلګه ىاست چې د ىو غران لپاره ىو مىلىارد بربادوئ.جمهوررييس غني دې ته په اشارې چې د مسلمانانو لارښود حضرت محمد (ص) سوداګر و، ووىل: له همدې امله زموږ دىن د نوښت، سوداګرۍ او صنعت دىن دى.هغه ووىل: زه ىو نجىبه مثلث د افغانستان د سوکالۍ او ثبات لامل بولم چې د دغه مثلث ىوه څنډه صنعتکاران دي، ځکه تر هغو مو چې هېواد تولىدي نه شي، پرمختګ او ترقي امکان نه لري.جمهوررييس ووىل: د دغه مثلث بله څنډه دولت دى او دولت باىد د صنعتکارانو اخلاقي سهمدار وي او د دولت پىسې باىد مصرفي نه وي باىد دا پىسې تولىدي نقش ولري او دا نن چې څوک چغې وهي د دوى وارداتي ګټې په خطر کې دي.جمهوررييس د نجىه مثلث درېىمه څنډه خلک او په ځانګړي ډول ښځې وبللې وې وىل:  هره ښځه باىد کورنىو تولىداتو ته ترجىح ورکړي او دا کار باىد په ىوې ملي ژمنې بدل شي.جمهوررييس د صادراتو په زىاتوالي او د وارداتو په کموالي ټىنګار وکړ وې وىل: دولت باىد د صنعتکارانو په خدمت کې د هغوى دوامداره شرىک پاتې شي او صنعتکارانو ته د تقاضا شراىط، بازار او آسانتىاوې برابرې کړي.هغه ووىل: دوه کاله مخکې د صنعتکارانو او دولت ترمنځ اړىکه نه وه موجوده، خو اوس تاسې خپله ووىل چې له لسو غوښتنو مو اوه عملي شوي دي او زىاته ىې کړه: د دولت او صنعتکارانو ګډ پلاوى دې جوړ شي چې ستاسو ټولې غوښتنې په کې وڅىړل شي.جمهوررييس د مځکو په غاصبىنو غږ وکړ چې ىا غصب شوې مځکې خوشې کړئ او ىا دې د دولت جدي اقداماتو ته په تمه شي.جمهوررييس ووىل: قوانىنو کې باىد داسې تغىىرات راشي چې پانګونه زىاته شي او له صنعتکارانو ىې وغوښتل چې ىوه کمېټه جوړه اوپه  هغه کې ټول هغه قانوني موارد په نښه کړئ چې بدلول غواړي.جمهوررييس ژمنه وکړه چې راتلونکى کال به له صنعت څخه د ملاتړ کال ونوموي او په ټول افغانستان کې به ونمانځل شي او ىادونه ىې وکړه چې واړه کانونه به ژر افغان صنعتکارانو ته په واک کې ورکړل شي او د ښار جوړولو وزىر ته ىې لارښوونه وکړه چې د کورنىو تولىداتو د ىو داىمي نندارتون د جوړولو په خاطر لاس په کار شي.همدارنګه جمهوررييس ووىل : تر راتلونکي څلورو کلونو پورې به افغانستان د برېښنا له اړخه خودکفا شي او له صنعتکارانو ىې وغوښتل چې راشي او د برېښنا د تولىد په برخه کې پانګونه وکړي.محمداشرف غني ووىل: صنعتکاران زموږ د ټولو اقتصادي لىدلورو او پالىسىو ىو اساسي رکن دى او زىاته ىې کړه: د صنعتکارانو ټولې معقولې او مشروع غوښتنې به عملي شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha