صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په ىو نىم کال کې به د کابل ښار د برېښتا ستونزه حل شي

په ىو نىم کال کې به د کابل ښار د برېښتا ستونزه حل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ىو نىم کال کې به د کابل ښار د برېښتا ستونزه  حل شي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي: په ىو نىم کال کې به په کابل کې د برېښنا د کموالي ستونزه ىو مخ ختمه شي.د برېښنا شرکت چارواکي هىله لري،

 چې د راتلونکي مىلادي کال تر پاىه به له ىوې خوا د ترکمنستان برېښنا کابل ته راورسېږي او له بلې خوا به د نغلو په بند کې لمرىزه انرژي فعاله شي.د ترکمنستان برېښنا نه ىوازې د کابل د برېښنا کموالى پوره کوي ، بلکې شاوخوا ۱۰ نور ولاىتونه هم له برېښنا برخمنوي.په تېرو کلونو کې به ىوازې په ژمي کې د کابل برېښنا کمېده ،  ځکه چې د تاجکستان او ازبکستان له لوري به ىې صادرات لږېدل، خو سږ کال په دوبي کې هم ښارىان د کم برقۍ شکاىت لري.مخکې د برېښنا شرکت وىلي وو:  چې په کندز کې وسله والو طالبانو د برېښنا څو ستنې وىجاړې کړي چې له کبله ىې له دغه هېواده د برېښنا په وارداتو کې ستونزې پېښې شوي دي. د برېښنا شرکت نوى رييس امان الله غالب د ناامنۍ ترڅنګ د اوبو په بندونو کې د اوبو کمېدو او د کابل ښارىانو له لوري د برښنا د مصرف زىاتوالى د ستونزې عوامل بولي. کابل ښار ورځ په ورځ لوىږي او له ناامنو ولاىتونو ورته کډې راروانې دي.  د کابل برېښنا شرکت ريىس مجىب الرحمن مومند وايي: اوس کابل ښار ۵۵۰ مىګاواټه برښنا ته اړتىا لري ، خو موجوده برېښنا يوازې ۲۶۵ مىګاواټه ده. له دې برېښنا څخه ۵۰ مىګاواټه د نغلو له بنده ترلاسه کېږي. د برېښنا شرکت رييس ښاغلى غالب وايي:ناامنۍ د کابل او نورو ولاىتونو د برېښنا په پرچاوۍ کې مهم رول لري، ځيني وختونه د دولت وسله وال مخالفان ىو نه ىو ځاى د برېښنا مزي شکوي ىا ىې ستنې وىجاړوي،  خو حکومت په پام کې لري چې په ۵ کلونو کې هر ولاىت ته جلا لمرىزه برېښنا برابره کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha