صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | افغان سوداگرو د پاکستان پر ځای ايران او هند ته مخه کړې

افغان سوداگرو د پاکستان پر ځای ايران او هند ته مخه کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان سوداگرو د پاکستان پر ځای ايران او هند ته مخه کړې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ لارې د دوامدارو ترينګلتياو له کبله زياتره وخت بندې وي. د لارو د بنديدو زيان د دواړو خواوو سوداګرو ته رسېږي.

 د سيمه ييزو سوداګرو په وينا د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت ډېر ښه پر مخ روان و او په ۲۰۱۵م کال کې يې حجم کابو دوه نيم ميليارده ډالرو ته رسېدلی و. تجاران په دې باوري وو چې په راتلونکو دوو کالو کې د پاکستان او افغانستان د تجارت حجم ۵ ميليارده ډالرو ته ورسېږي، خو د تجارت د کمښت له کبله ناهيلي شوي افغان سوداګر اوس ايران، هند، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته نږدې شوي. افغان سوداګر له پاکستان سره وخت په وخت د لارو د تړل کېدو له وجې د هند او ايران څخه اړين توکي واردوي د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ضيا الحق سرحدي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: (( د سوداګرۍ په حجم کې د نور کمښت اندېښنې پر ځای دي. د پاکستان حکومت د موټروانانو او ټرانسپورټونو لپاره د وېزې شرط اېښى دی. افغانستان هم کولای شي په بدل کې همدا شرط عملي کړي.)) نوموړي زياته کړه چې د نورو ګاونډيو هېوادونو په مقابل کې د پاکستان له خوا د تعرفو لوړول به هم د سوداګرۍ د کمېدو باعث شي. له بل پلوه افغان سوداګر له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له وجې نور په تنګ شوي او اوس له ايران، ترکيې او هند څخه اړين توکي واردوي چې دوی ته ګران هم پرېوزي. د کارپوهانو په آند د پاکستان د تګلارو له وجې افغانستان د ايران او هند سره خپل تجارت ته د ودې ورکولو په حال کې دی. له ايران سره يې تجارت د ۱،۵ ميليارد ډالر څخه دوه ميليارد ډالرو ته رسېدلی دی. همدا راز د ايران او افغانستان ترمنځ د زرنج ـ دلارام لويې لارې د جوړېدو او د چاه بهار بندر له وجې له ايران او هند سره د افغانستان تجارت د زياتېدو په حال کې دی. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ضيا الحق وويل: (( پاکستان له افغانستان سره تجارت ته هېڅ پاملرنه نه کوي. په تېره بيا دولتي چارواکي هېڅ ليوالتيا نه ښکاره کوي. د پاکستان او په تېره بيا د خيبر پښتونخوا د تجارت تکيه پر افغانستان ده، که له افغانستان سره مو اړيکې سمې نه وي، نو پاکستان به د منځنۍ آسيا او د دغه لارې له اروپا سره تجارت ونه شي کړای چې زيان به يې يوازې او يوازې د پاکستان او افغانستان وګړو ته ورسېږي.))

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha