صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ملي تداركاتو كمېسيون ګڼ تړونونه منظور كړل

د ملي تداركاتو كمېسيون ګڼ تړونونه منظور كړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تداركاتو كمېسيون ګڼ تړونونه منظور كړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون وړم ماسپښين په ارګ کې غونډه وکړه.

په دغې غونډه کې چې له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې د ګډې کمېټې کمېشنرانو (MEC) ته د څارونکو په توګه بلنه ورکول شوې وه، د شاوخوا دوو ميلياردو افغانيو په ارزښت اته نور قراردادونه منظور شول.

ـ د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ۵۰متره پله جوړول،

ـ د ملي پوليسو د اړتيا وړد ۵قلمه البسې تدارک،

ـ په ۱۴برخو او د دوو مالي کلونو لپاره د مرکزي جزوتامونو او قطعاتو او ساحوي قول اردوګانو د اړتيا وړ تحکيماتي توکو تدارک،

ـ د پوهنې وزارت اړوند د ولايتونو او مرکزي ليليو د اعاشوي توکو تدارک،

ـ د ماليې وزارت په ۱۷مستوفيتونو کې د نوري فايبرو انټرنټ د اسانتياوو نصبول،          ـ د ماليې وزارت د ګمرکونو معيينيت د مرکزي دفترونو لپاره د انټرنزيټ خدمتونه،ـ د قيمت په زياتولو سره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د پاسپورټونو د چاپ پرنټرونو د تدارک د قرارداد تعديل.ـ د يو حقوقي بنسټ د ګمارنې قرارداد تعديل چې په بين المللي محکمه کې د قيصارـ  لامان سړک د پخواني قرارداد معضلې ته رسېدگي وکړي.

سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسيون د پلازمينې زون د پرمختيا ادارې وړانديز شوى پلان چې د استوګنيزو سيمو جوړول د ۱۰کيلومتره سړک جوړول او د کابل په وزيرمحمداکبر خان سيمه کې د شنې ساحې جوړول په کې شامل دي، تصويب اود ماليې وزارت يې مکلف کړ چې په مالي برخه کې ورته زمينه مساعده او اجراات وکړي.د پلازمينې د پرمختيا زون ادارې د دغه پلان د وړاندې کولو پر مهال د ملي تدارکاتو کمېسيون ته څرګنده کړه چې ياده پروژه عايداتي ماهيت لري او کومه پانګونه چې کېږي په مقابل کې يې عايد هم ترلاسه کېږي.له بلې خوا جمهوررييس د دغې پروژې په اړه څرګنده کړه چې د وزير محمداکبرخان مېنې ساحه د ډيپلوماتيکو ځايونو او بهرنيو سفارتخانو د موجوديت له امله حساس موقعيت لري، نو طرحه شوې پروژه د خونديتوب او هم ددغې غيرپلاني ساحې په پلاني ساحو د بدلولو له مخې اهميت لري.

ده زياته کړه، په پام کې ده چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره د ساحې د ژر انکشاف په خاطر يو دوراني صندوق هم ايجاد شي.همدارنګه د افغان حاجيانو د هوايي انتقالاتو د قرارداد تعديل هم چې د اريانا _افغان هوايي شرکت په وړانديزيې  درې سوه زره امريکايي ډالره ارزانه وړانديز شوى و، هم تائيد شو.د ملي تدارکاتو کمېسيون د قيصارـ لامان د ۳۴کيلومتره حلقوي سړک د بيارغاونې بهير د داوطلب شرکت د مالي اسنادو او کرېډټ لاين د نه تائيدۍ په خاطر د هند سفارت له خوا د تدارکاتو له قانون سره سم لغوه كړاو پرېکړه وشوه چې بديل انتخاب دې ولټول شيپه همدې توګه د پنجشېر ولايت د برېښنا بند پروژې د پاتې ډبرو د قرارداد د مودې د تمديد وړانديز چې څلور کاله مخکې پيل شوى و ناتمامه پاتې دى، تفتيش د پروژې په تطبيق کې ناغېړي كړې او د تخنيکي بديل د پيدا کولو په خاطريې قرارداد د حقوقي ارزونې په منظور، بېرته ور وګرځاوه.په دغې غونډه کې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې، عدليې او اقتصاد وزيرانو، په زيربنايي چارو کې د جمهوررييس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو د ادارې مسوولانو، د سيګار، سيستيکا، د افغانستان د روڼتيا د څار، له اداري فساد سره د مبارزې دشبکې،له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې د ګډې کمېټې، د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې دکمېسيون څارونکو هم ګډون کړي و.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha