صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په پنجشېر كې ۲۲ عمراني پروژې فعالې شوې

په پنجشېر كې ۲۲ عمراني پروژې فعالې شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په پنجشېر كې ۲۲ عمراني پروژې فعالې شوې

په پنجشير کې له ٢٢ عمراني پروژو څخه ګټه اخيستنه پيل شوه دغه پروژې دنېشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت له خوا دڅه دپاسه ٢٥٠ ميليونو افغانيو په لګښت دپنجشېر ولايت په مرکز او اوو ولسواليو کې عملي شوي دي

دپنجشير ولايت دنېشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رييس احمد ضيا يزداني دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دغو پروژوکې  دښوونځيو او دکلينيک  دودانيو ، داوبو د کانال ، استنادي ديوال او دورزشي ډګرونو جوړول شامل دي  چې دپنجشېر  په کچه  ګټې اخيستنې ته وړاندې شوي دي .  ديادونې وړ ده هغه درې نورې ټولګتې پروژې  چې په هغو كې هم  دښوونځيو او دکرنيزو اوبو دکانال جوړول شامل دي ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha