صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په پاكستاني شيدو کې کيمياوي مواد ګډېږي

په پاكستاني شيدو کې کيمياوي مواد ګډېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په پاكستاني شيدو کې کيمياوي مواد ګډېږي

شيدې يوه متوازنه غذا ده، خو په پاکستان کې عام خلک خالصو شيدو ته لاسرسي نه لري. د دې کار پړه پر هغو کاروباريانو ور اچول کېږي چې له دغه سکتور څخه ګټه پورته کوي. پر دوى پړه اچول شوې ،چې په شيدو کې اوبه او نور څيزونه ورګډوي.د پاکستان په پنجاب ايالت كې ډېر څاروي روزل كېږي، اوس په خيبر پښتونخوا کې هم د مالدارۍ سکتور پرمختګ کړى دى.

په پاکستان کې ډېر شمېر خلک د خالصو شيدو ترلاسه کولو په خاطر په خپل کور کې څاروي ساتي. پر حکومتي اقداماتو سربېره په لرې پرتو سيمو کې مالداران د حفظ الصحې يا روغتيايي تدابيرو او پاکوالي په نه مراعاتولو سره غير صحي شيدې خرڅوي.شيدې د انسانانو د خوراکي توکو مهمه برخه ده او په ځانګړې توګه ماشومانو ته په منظم ډول ورکول کېږي. په دغه سکتور پورې اړوند کسان د خلکو د اړتيا دپوره کولو لپاره د شيدې ورکوونکو څارويو کوچنيو لوى فارمونه جوړوي او له دې لارې ډېره ګټه ترلاسه کوي.خالصې شيدې د انسان د روغتيا لپاره ډېره ګټه رسوي، خو په اکثرو شيدې توليدوونکو فارمونو کې د صفايۍ او پاکوالي اصول په پام کې نه نيول کېږي. د روغتيايې تدابيرو د نه مراعاتولو له امله د شيدو د ګټورتوب په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.د پېښور چارواکو د شيدو د کيفيت د څارنې په موخه ګرځنده لابراتوارونه جوړ کړي دي. د دغو چارواکو په خبره په شيدو کې د ۳۸ سلنه اوبو پر ورګډولو سربېره د مصنوعي ځك يا قف جوړولو په موخه په شيدو کې له کيمياوي موادو څخه هم استفاده کېږي، البته د شيدو د کاروبارکوونکو له خوا کوم چې د روغتيا لپاره ډېر زيان رسوي.د شيدو ځينې کاروباريان د دې لپاره چې د څارويو د شيدې ورکولو موده وغځوي او په ډېره كچه شيدې ورکړي، خپلو څارويو ته پيچکاري او واکسين کوي. د څارويو د ډاکتر يا وترينر جاوېد خان په خبره دا دواړو څاروي او مصرفوونکي ته زيان رسوي.د څارويو ډاکتر جاويد خان وايي: «له څارويو څخه د ډېرو شيدو دترلاسه کولو لپاره اړينه ده چې سم او متوازن خوراک ورکړل شي، له دې سره د څاروي او انسان دواړو روغتيا محفوظه پاتې کېږي.))په پېښور کې مصرفوونکو ته د روغتيايې اصولو مطابق د شيدو برابرولو په موخه په ايالتي حکومت کې د مالدارۍ څانګې د غواوو فارم جوړ کړى دى. په فارم کې نه يوازې پاکوالي ته خاصه پاملرنه کېږي، بلکې له څارويو څخه د ماشين په وسيله شيدې اخيستل کېږي.د شيدو کاروبار کونکي د غذايې موادو د کنټرول د ادارې د سپارښتنو هرکلى کوي، خو د دوى په خبره د وقفه يې برېښنا له امله دوى نه شي کولى لبنيات تر ډېره وخته زېرمه کړي.په خيبر پښتونخوا کې د خوراکي موادو د کنټرول ادارې د مالدارۍ سکتور او د دغه سکتور د محصولاتو کاروبارکوونکو ته امر کړى چې د لبنياتي محصولاتو د پاک او محفوظ ساتلو په برخه کې له ډېر جديته کار واخلي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha