صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د جمهوررييس په مشرۍ د ملي تدارکاتو سلمه (۱۰۰)غونډه جوړه شوه

د جمهوررييس په مشرۍ د ملي تدارکاتو سلمه (۱۰۰)غونډه جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهوررييس په مشرۍ د ملي تدارکاتو سلمه (۱۰۰)غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ وړم ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۱،۶ مليارډو افغانيو په ارزښت ګڼ تړونونه منظور کړل. د تړونونو له جملې څخه، په زابل، ارزګان، نورستان، کنړ، لغمان، خوست، ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې د ولسي تړون دپروژو د تطبيق لپاره د مشورتي خدمتونو موسسو د تدارک درې تړونونه منظور شول.

همدارنګه دوه نور تړونونه، د کابل ښاروالۍ اړوند د نفتي موادو تدارک او د نوي کابلبانک د مرکزي دفتر ارتباطي خط له نمايندګيو سره، په مشروط ډول تصويب شول. ملي تدارکاتو کمېسيون دغه راز د اريانا افغان هوايي شرکت د اعاشوي موادو ۲۵ سلنه تعديلي تړون، تاييد کړ. په دې غونډه کې د سمنګان ولايت د «کيلي» او بلخ ولايت د «شاديان تنګي» بندونو د پروژو ډيزاين او جوړښت تړونونه د ډاډمن کېدو او د داوطلب شرکت د مالي اسنادو د کره والي په موخه اعاده  شول. کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۸۹يمې غونډې په پرنسيب کې تصويب شوې وه، د دې اوونۍ په غونډه کې په بشپړه توګه منظور شوه. د هېواد جمهوررييس د دې پروژې د مذاکره کوونکي پلاوي  خخه د هڅو او زحمتونومننه او قدرداني وکړه. د يادولو وړ ده چې د ملي تدارکاتو کمېسيون د حکومت، د ملي تدارکاتو کمېسيون او ملي تدارکاتو ادارې د کار له پيل راهيسې تراوسه د تدارکاتو په نظام کې د اصلاحاتود تحقق لپاره ۱۰۰ غونډې کړې چې ۹۷ غونډې يې په هره اوونۍ کې او درې غونډې يې په بيړنۍ توګه شوې دي. ياد کمېسيون په دې موده کې نېږدې ۲۵۰۰ تړونونه او بېلابېل تدارکاتي موارد چې د وزارتونو د آمرينو له صلاحيتونو او تدارکاتي ادارو اړوند قانون څخه لوړ وو، څېړلي او له دې ډلې  څخه يې تر ۲۱۰۰ زيات موارد چې ډېر يې بېلابېلې ساختماني او خدماتي پروژې او اجناس وو، منظور کړي دي. د دغو پروژو ارزښت، څه ناڅه ۳۴۶ ميليارده افغانۍ کېږي. د ملي تدارکاتو کمېسيون د غونډو جريان د نړيوالو او کورنيو بنسټونو لکه د افغانستان د بيا رغاونې په اړه د امريکايي مرستو د څارنې عمومي اداره (سيګار)، غوڅ ملاتړ (سيستيکا)، د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اړوند کمېسيونونو، د فساد پر ضد مبارزې پارلماني کاکس او ځينې نورو مدني بنسټونو له خوا څارل شوي دي. پر دې سربېره، د ملي تدارکاتو کمېسيون د کار په پايله کې په هغو تړونونو کې چې د دغه کمېسيون له خوا ورکړل شوي وو، له ۱۸ ميلياردو افغانيوڅخه ډېرې سپمول شوې او د ۴۵ ميلياردو څخه د ډېرو افغانيو د ضايع کېدو مخه نيول شوې ده. د پروژو په تړاو د کمېسيون د غونډو راپورونه او پرېکړې تل په رسنيو او د جمهوري رياست او ملي تدارکاتو ادارې په ټولنيزو پاڼو کې خپرې شوي دي. په دې غونډه کې د جمهوررييس مرستيال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائيه رييس ډاکټرعبدالله عبدالله، د ماليې او عدليې وزيرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست او مسلکي معيين، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولينو او څارونکو ګډون درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha