صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د مـاليې وزيـر د افغـانسـتان لـپاره د اروپايي ټولنـې له ځـانـګړي استـازي سـره پرمـهمو موضـوعاتو خبـرې وكـړې

د مـاليې وزيـر د افغـانسـتان لـپاره د اروپايي ټولنـې له ځـانـګړي استـازي سـره پرمـهمو موضـوعاتو خبـرې وكـړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مـاليې وزيـر د افغـانسـتان لـپاره د اروپايي ټولنـې له ځـانـګړي استـازي سـره پرمـهمو موضـوعاتو خبـرې وكـړې

د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، پرون د افغانستان لپاره د اروپايې ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي فرانز مايکل ميلبن سره وکتل.

 په دې ليدنه کې دواړو لوريو له اروپايي ټولنې سره د دولت جوړونې تړون (SBC) په نامه د اصلاحاتو په پلې کېدو، د همغږۍ او څارنې ( (JCMBبورډ پر ګډې ناستې چې ټاکل شوي، د روان کال په اوړي کې ترسره شي او پريو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخيزې خبرې وکړې. د يادونې وړ ده چې افغان حکومت د بروکسل کنفرانس په څنډه کې له اروپايې ټولنې سره د دولت جوړونې (State Building Contract) په اړه تړون لاسليک کړي و، چې د دې تړون له مخې اروپايې ټولنې د پاليسيو، لوى اقتصاد، د عامه مالي چارو د مديريت او د بوديجې د حساب ورکونې د روڼوالي  په برخو کې د اصلاحاتو د پلي کېدو په موخه له افغانستان سره د ۲۰۰ ميليونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha