صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | چين له افغانستان سره ۷۲ميليونه ډالره وړيا مرسته وكړه

چين له افغانستان سره ۷۲ميليونه ډالره وړيا مرسته وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
چين له افغانستان سره  ۷۲ميليونه ډالره وړيا مرسته وكړه

د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، پرون په افغانستان کې د چين له سفير ښاغلي يوجينګ، سره د رسنيز کنفرانس په ترڅ کې د۷۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د وړيا مرستې تړون لاسليک کړ.

دا مرستې به په افغانستان کې په کور جوړولو، د دولتي ادارو په کامپلکس او د افغانستان لومړيتوبونو ته په کتو سره په ځينو نورو پروژو ولګول شي. ښاغلي اکليل حکيمي، وويل: چين له افغانستان سره د مرستو په برخه کې يو له مخکښو هېوادونو څخه دى، دغه هېواد په افغانستان کې د بنسټيزو چارو، کور جوړولو او په سترو رغنيزو برخو کې مرستې کړې، چې له هغې ډلې نن د۷۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د وړيا مرستې تړون دى او دغه مرستې په بېلابېلو برخو کې ولګېږي. ښاغلي حکيمي، د چين له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې افغانستان له چين سره د اوږد مهاله ملګرتيا ارزښت ته ژمن دى او زموږ تر منځ ګڼ فرصتونه پراته دي، په دغو فرصتونو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې پراخې او دواړه لوري به  وکولى شي چې په افغانستان کې ترې ګټه واخلي. همدا شان نوموړي  د اسيا بنسټيز بانک (AIB) کې د افغانستان د غړيتوب په اړه هم معلومات ورکړل. په افغانستان کې د چين سفير ښاغلي يوجينګ، وويل چې موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته ژمن يو اوموږ به له افغان  حکومت سره په ګډه کار وکړو چې دا مرستې په اغېزمنه توګه ولګېږي. د يادونې وړ ده چې چين له افغانستان سره د فزيکي او ټولنيز خونديتوب، پوهنې، بنسټيزو چارو، کور جوړونې او ځينو نورو  برخو کې په ګډه کار کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha