صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په غيرقانوني ډول د کانونو را ايستل څېړل کېږي

په غيرقانوني ډول د کانونو را ايستل څېړل کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په غيرقانوني ډول د کانونو را ايستل څېړل کېږي

په غير قانوني ډول د افغانستان د کانونو را ايستل د خاص کمېسيون له خوا څېړل کېږي .

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان پرون د دغه وزارت د ولايتونو د رييسانو د همغږۍ په غوڼده کې چې د دغه وزارت د ستراتېژيکي موخو د تطبيق او د کانونو د را ايستلو په لاره کې د پرتو خنډونو او ستونزو د لرې کولو په لاره کې د هېواد د طبيعي سرچينو د انډوليز انکشاف او پرمختګ په موخه جوړه شوې وه، خبرې کولې وويل چې د کانونو او پټروليم  وزارت له جمهوري رياست سره په همکارۍ په پام کې لري چې د خاص کمېسيون له خوا د سروې په ترسره کولو سره په غير قانوني ډول د هېواد د کانونو را ايستل وڅېړي او مخه يې ونيسي .  د نرګس نهان د څرګندونوله مخې: د هېواد په بېلابېلو سيموکې کانونه په غير قانوني ډول را ايستل کېږي چې له بده مرغه دولت د دې ځواکمني نه لري چې د ټولو کانونو ساتنه وکړي، له دې امله  د کانونو  او پټروليم  وزارت په غير قانوني ډول د کانونو د را ايستلو په مخنيوي کې بېلابېلې ستراتيژۍ تعقيبوي چې د کانونو را ايستل قانوني شي او دا د دې غوښتنه کوي چې د دغه وزارت ټول رياستونه، څانګې او تصدۍ د دغې ستراتيژيو تطبيق ته جدي پاملرنه وکړي .  ده دغه راز  د کانونو او پټروليم وزارت د ظرفيت کچې ته  په اشارې سره وويل چې په راتلوونکي کې افغانستان بايد دکانونو درا ايستلو په برخه کې په  بهرنيو شرکتونو او موسسو ډډه ونه لګوي، له دې امله دې ته اړتيا ده چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي .   په پاى کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې د دغه وزارت له ټولو رييسانو او د څانګو  او تصديو له مسوولينوڅخه وغوښتل چې خپلې نظريې، ستونزې او وړانديزونه په ليکلي ډول وړاندې کړي .          باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha