صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د افغانستان اقتصادي وده لوړه شوې

د افغانستان اقتصادي وده لوړه شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان  اقتصادي وده لوړه شوې

د مرکزي احصايي چارواکي وايي: په تېر ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اقتصادي وضعيت د وړم کال په پرتله ښه و او د هېواد د ۱۳۹۴ کال د اقتصادي ودې د کچې په پرتله په تېرکال کې نږدې پنځه سلنه ډېره وده لرله.

افغانستان د مرکزي احصايي د رياست سرپرست شېرمحمد جامي زاده، پرون د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د احصائيوي عمده ارقامو او شاخصونو د پايلو اعلان پر وخت خبريالانو ته وويل: چې په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه منفي ۱،۶ سلنه وه، چې تېرکال دا اندازه ۳،۶ سلنې ته لوړه شوې ده. ښاغلي جامي زاده وويل : ((  په ۱۳۹۵ کال کې د توليد مجموعي ارزښت شل اعشاريه درې ميليارده ډالر دى، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۴ کال کې دا اندازه نوولس اعشاريه شپږ ميليارده ډالر وه، چې په دې ځاى کې هم درې اعشاريه يو فيصد زياتوالى تاسو ګورئ. ))د مرکزي احصايي د شمېرنو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د ۱۳۹۴ کال په پرتله په افغانستان کې د خلکو په ملي عايداتو کې هم اته ډالره زياتوالى راغلى او اوس په اوسط ډول د هرافغان عايد ۶۹۶ امريکايي ډالرو ته رسېږي. وړم کال دا اندازه ۶۸۸ ډالره وه. د دغو شمېرونو له مخې په افغانستان کې تېرکال د وړم کال پرتله د سوداګرۍ کچه هم شاوخوا يو ميليارد ډالر راکمه شوې او د صادراتو کچه بيا څلور اعشاريه پنځه فيصده د وړم کال پرتله زياته شوې ده.د افغانستان د مرکزي احصايي د شمېرونو له مخې تېرکال د افغانستان د وارداتو کچه شپږ اعشاريه پنځه ميليارده ډالرو ته رسېدلې چې دا اندازه په وړم کال کې اووه اعشاريه اوه ميليارده ډالره وه. همداشان په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان صادراتو کچه ۵۹۶ ميليونه ډالره وه، چې په وړم کال کې بيا دا اندازه ۵۷۱ ميليون ډالره وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha