صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ۲مېلياردو او ۳۴۷مېليونو افغانيو په ارزښت ۷تړونونه منظور شول

د ۲مېلياردو او ۳۴۷مېليونو افغانيو په ارزښت ۷تړونونه منظور شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ۲مېلياردو  او ۳۴۷مېليونو افغانيو په ارزښت ۷تړونونه منظور شول

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو دکمېسيون غونډې پر ۱۴ تدارکاتي موضوعاتو او پروژو بحث وکړ او له ۲ مېلياردو او ۳۴۷ مېليونو څخه د زياتو افغانيو په ارزښت يې اووه تړونونه منظور کړل.

په منظورو شويو تړونونو کې لاندې پروژې شاملې دي:په ۱۳۹۶ لمريز کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان د ۳۰ زره او ۲۵۰ تنو حاجيانو د هوايي لېږد او رالېږد د خدمتونو پروژه،د کابل، لغمان او هلمند ولايتونو لپاره د تخنيکي او مسلکي روزنو د ترسره کولو د مشورتي خدمتونو پروژه،د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت اړوند د بېنډوېت (Bandwidth) انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې قرارداد،

له نوري فاېبر سره د هېواد د ۱۵ پوهنتونونو د نښلولو د پروژې قرارداد،د سوېلي آسيا د تحصيلي او څېړنيزې شبکې د نښلولو د خدمتونو TIEN4 پروژه،د نورستان ولايت اړوند د دو آبې له دهن پل پيار څخه تر منډول پورې د لومړۍ  برخې د ۱۱ کيلو متره سړک د بيارغونې د قرارداد د وخت تمديد او د هېواد د کورنيو هوايي ډګرونو د الوتکو لپاره د يو قلم تېلو د تدارک قرارداد.بل لوري د ملي تدارکاتوکمېسيون د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د درېـو بندونو پروژې د اقتصادي تحليل په غرض او همداراز د ټولګټو وزارت اړوند د سرپُل ولايت د شبرغان سړک د ډيزاين او جوړولو پروژه د تخنيکي ستونزو د له منځه وړلو په غرض بېرته وروګرځول شوې.د يادونې وړ ده چې د ملي تدارکاتو کمېسيون د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت اړوند د بېنډوېت (Bandwidth)انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې تړون د نوي قرارداد تر،پر سره کولو پورې په مشروط ډول منظور کړ.په دې غونډه کې د کمېسيون پر غړيو سربېره د ملي تدارکاتو د ادارې چارواکو، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيون، د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجي دکمېسيون، سيګار او د سيستيکاد غوڅ ملاتړ څارونکو برخه اخيستې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha