صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ماليې وزير د چين له سفير سره په يو شمېر اقتصادي مسايلو خبرې وکړې

د ماليې وزير د چين له سفير سره په يو شمېر اقتصادي مسايلو خبرې وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ماليې وزير د چين له سفير سره په يو شمېر اقتصادي مسايلو خبرې وکړې

د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، د غويې په ۱۶ مه د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير ښاغلي يو جينګ سره وکتل.

 په دې ليدنه کې دواړو لوريو په افغانستان کې د پراختيايې پروژو په پلي کېدو، د چين هېواد له خوا د کور جوړونې او نورو پروژو په تړاو د وړيا مرستې پر تړون چې ټاکل شوې سبا يکشنبه لاسليک شي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د ګډ کمېسيون په جوړېدو، د افغانستان له لارې د پنځو هېوادونو تر منځ د ريل پټلۍ په تمويل، ګمرکي همکاريو او يو شمېر نورو مسايلو بحث او خبرې وکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha