صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۶مېليارد او ۲۹۰مېليون افغانيو په ارزښت ۳۲تړونونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۶مېليارد او ۲۹۰مېليون افغانيو په ارزښت ۳۲تړونونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسيون د  ۶مېليارد او ۲۹۰مېليون افغانيو په ارزښت ۳۲تړونونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه وړم ماښام په ارګ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې په ۳۶ تدارکاتي موضوعاتو او  پروژو د بحث په پايله کې د ۶ مېليارد او ۲۹۰ مېليون افغانيو په ارزښت ۳۲تړونونه منظورشول چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:

-  د پېروزي استوګنيزې پروژې د C  فاز  د C1 او C2 برخې د سړکونو د قيرولو قرارداد ؛

-   د خوست د شېخ زايد پوهنتون د معلوماتي ټېکنالوژي (ICT) مرکز او سولر سېسټم د رامنځته کولو قرارداد؛

- د کابل ښار آرتل پله څخه تر عبدالحق څلور لارې پورې د ۴،۷ کيلو متره په اوږدو د سيند د پاکولوپروژې قرارداد؛

-  د کابل ښار ۱۵مې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې سيمې د درېيمې حصې د سړکونو د قيرولو او جوړولو د پروژې قرارداد؛

-  د سېلاب قول اردو د ګمبېري ګارنېزون د ۱۳ پايو جنراتورونو لپاره    د اساسي ترميم په غرض د پرزه جاتو د برابرولو، نصبولو او فعالولو د پروژې قرارداد؛

-  د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره د لوى درستيز د صحيه قوماندانۍ اړوند د اړتيا وړ طبي ترميماتي وسايلو او د ۴۶ قلمه پرزه جاتو قرارداد؛

-   د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ   وزارت اړوند دوه برخو کې د هېواد شپږو ولايتونو ته له حيرتان بندر څخه د ۱۰۰ زره مټريک ټنه خوراکي غنمو انتقال؛

 

-  د هلمند ولايت ګرشک ښار ته د برېښنا د وېش شبکې لپاره د تجهيزاتو برابرول او تدارک،

-  د افغانستان برېښنا شرکت د اړتيا وړ د بولک مېټرونو ( Bulk Meters) د تدارک او نصبولو قرارداد؛

-  د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند کندهار، ننګرهار، بلخ او هرات ولايتونو کې د ولسي تړون پروګرام د پلي کولو لپاره د همکارۍ په غرض د مشورتي خدمتونو قرارداد؛

-  د کورنيو چارو وزارت اړوند د برېښنا سيستم، ايرکنډېشن او جنراتورونو د ساتنې او بيارغونې د درېيمې برخې د پروژې پر قرارداد سربېره د همدې وزارت اړوند ميدان وردک ولايت کې د مرکزي بېز قوماندانۍ په مربوطاتو کې د درې بابه امنيتي پوستو د ساتنې لپاره د ساختماني چارو قرارداد او همداراز د عامه ساتنې او امنيتي تصدي معيينيت د اړتيا وړ د ۱۹۱ قلمه پرزه جاتو او د نقليه وسايطو د ترميماتو د پروژې قرارداد؛

-  د ماليې وزارت اړوند د ۵۳ واحده انټرنټ پروژې د قرارداد د بيې زياتوالي سره د وخت تمديد؛ په مشروط ډول منظورولو تر څنګ د ګمرکاتو د ۱۹ سايټونو لپاره د ګمرکاتو د اتومات سازي سيستم (Back-UP-Link) په غرض د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو د قرارداد د بيې زياتوالي سره د وخت تمديد او د همدې وزارت اړوند د ګمرکاتو د ۲۶ سايټونو لپاره د ګمرکاتو د اتومات سازي سيستم (Main-Link) په غرض د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو د قرارداد د بيې زياتوالي سره د وخت تمديد هم په مشروط ډول منظور شو؛

-  د نوي کابل بانک د مرکزي  ودانۍ د کرايه ګيري پروژه او همداراز د همدې بانک د ولايتونو او ښاري نماينده ګيو او مرکزي دفتر د فزيکي امنيت د تامين پروژه هم په مشروط ډول منظور  شوه؛

-  د فوايد عامې وزارت اړوند فيض آباد څخه تر اشکاشم پورې د ۱۰۸ کيلو متره اوږد سړک د بيارغونې پروژې څخه د څارنې لپاره د مشورتي خدمتونو قرارداد؛

- د کندهار ولايت شورابک څخه تر سپين بولدک پورې د ۲۳.۹۲ کيلو متره اوږد سړک د څلورمې برخې د جوړولو قرارداد؛

- د پکتيکا ولايت  ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړونې د څارنې پروژې د قرارداد د بيې د زياتوالي سره د وخت د تمديد د قرارداد تعديل؛

-  او د کليو پراختيا او بيارغاونې وزارت اړوند نيمروز، فراه، غور، هرات، بادغيس، فارياب، باميان، دايکنډي، بغلان، کندز، سمنګان، پروان،پنجشېر، کاپيسا، کابل، لوګر، ميدان وردک، غزني او پکتيکا ولايتونو کې د وګړو تړون ملي پروګرام پلي کولو لپاره د همکارۍ په غرض د مشورتي خدمتونو قرارداد؛همداراز د ملي تدارکاتو کمېسيون د عامې روغتيا وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابريکې د ورکړې قرارداد او فوايد عامې وزارت اړوند د آقينې بندر د وسپنې پټلۍ د تاسيساتو جوړولو پروژې د بيې د زياتوالي د قرارداد تعديل د تخنيکي ستونزو له کبله بېرته ولېږداوه. د عامې روغتيا وزارت د قرارداد په هکله لارښوونه وشوه چې اوسنۍ تدارکاتي پروسه دې فسخه شي او د واحدې سرچينې په وسيله دې تدارکاتي چارې ترسره شي. همداراز دفوايد عامې وزارت اړوند پروژې په هکله پرېکړه و شوه چې د ښار او مسکن جوړونې او اقتصاد وزارتونو څخه جوړ يو پلاوى دې د موضوع په اړه پلټنه وکړي او خپل راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسيون ته وړاندې کړي.د کمېسيون په دې غونډه کې د کرنې اوبولګولواو مالدارۍ وزارت اړوند شپږو ولايتونو کې د سړو خونو د ډيزاين او جوړولو پروژو د وخت د تمديد د تعديل قرارداد او د فوايد عامې وزارت اړوند د قيصارــ لامان حلقوي سړک د لومړۍ او دوهمې برخې د سروې او ډيزاين قرارداد رد شو.  د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند رد شوې پروژې په اړه لارښوونه وشوه چې د کار د پرمخ بېولو په غرض دې ژر تر ژره آزاده داوطلبي وشي او همداراز دې د پروژې د ترسره شوي کار په اړه د جمهوري رياست عالي مقام ته مياشتنى راپور ورکوي. سربېره پردې د ياد وزارت چارواکو ته لارښوونه وشوه چې  يوه واضح پلټنه دې وکړي او مسوول چارواکو سره دې د دوى د مناسب مديريت د نشتوالي له امله قانوني چلند وکړي. د کمېسيون په غونډه کې څرګنده شوه؛ که له تخنيکي پلوه او د کار په چټکتياکوم اغېز نه کېږي؛ نو د پروژې ډيزاين او ساخت دې له يو بل څخه جلا شي.د يادونې وړ ده چې د وګړو تړون پروګرام (ميثاق شهروندي) د ملي يووالي حکومت له لومړيتوب لرونکو پروګرامونو څخه دى. ياد پروګرام په راتلونکو لسو کلونو کې په لاندې برخو کې د ډېرو پراختيايي او پرمختيايي فعاليتونو ترسره کولو ته ژمن دي:

·  ·   روغتيايي بنسټيز خدمتونه

·  ·   ښوونې ته بنسټيز لاسرسى

·  ·   د کرنيزو ټکنالوژيو ښه والى او د پراختيايي خدمتونو وړاندې کول

·  ·    د اوبو مديريت چې په هغه کې د څښاک روغتيايي اوبه، اوبه لګول، د سېلابونو کنټرول او روغتيا ساتنه شامل دي

·  ·    د درېيمې درجې سړکونو په جوړولو سره د کليو نښلول

·  ·    او له تجديد وړ انرژۍ څخه ګټه اخيستل.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسيون پر غړيو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولينو، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسيون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسيون، سيګار او سيستيکاغوڅ ملاتړ  څارونکو برخه اخستې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha