صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو فابريکې د طرحې،ډيزاين او فعالولو تړون لاسليک شو

د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو فابريکې د طرحې،ډيزاين او فعالولو تړون لاسليک شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو فابريکې د طرحې،ډيزاين او فعالولو تړون لاسليک شو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په حضور کې د کور او ښارجوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري او د ويفاى نړيوال ودانيز شرکت د رييس ارهان ګونر ترمنځ د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو فابريکې د طرحې، ډيزاين او فعالولو قرارداد لاسليک شو.

 دغه مراسم چې د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د کابينې، ملي شورا او د خصوصي سکتور د يو شمېر غړو په حضور په ارګ کې جوړ شول، د کور او ښارجوړولو وزير سيدمنصور سعادت نادري د مخکې جوړو شويو صنعتي ودانيزو توکو د اهميت په اړه معلومات وړاندې کړل. 

د کور او ښارجوړولو وزير وويل، د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو د صنعت رامنځته کولو نظر په لومړي ځل جمهور رييس غني وړاندې کړ، چې د اقتصاد عالي شورا کې پرې بحث وشو. هغه زياته کړه، دولت د عام‌المنفعه پروژو د جوړولو په خاطر د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو د اړتيا په اړه  پرېکړه وکړه، چې د دغه صنعت د بنسټي کولو او پرمختګ لپاره اسانتياوې برابرې کړي.  نادري څرګنده کړه، په لومړيو کې کمپنيو د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو په صنعت کې پانګونې ته لېوال نه وو، دولت خپله اقدام وکړ ،چې خصوصي سکتور هم د موضوع اهميت ته په پام پانګونې سره علاقه پيدا کړي.

 د کور او ښارجوړولو وزير په ډاګه کړه، چې د جمهوررييس د لارښوونې او د اقتصاد عالي شورا له پرېکړې سره سم دولتي پلاوي ترکيې او متحدو عربي اماراتو ته سفر وکړ او د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو د صنعت په برخه کې يې مشهورې کمپنۍ وليدلې، چې د هغوى له تجربو څخه په افغانستان کې کار واخلي.   هغه زياته کړه، په دغه برخه کې درې فعالو کمپنيو چې د ښو تجربو او کارونو مخينه يې لرله، خپلې طرحې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړې، چې د ارزونو په پايله کې د ويفاى نړيوالې کمپنۍ چې په ياده برخه کې يې لازم سټنډردونه او معيارونه لرل، دغه بهير کې بريالۍ شوه. 

 د کور او ښارجوړولو وزير وويل، د کورجوړولو تصدۍ او د مخکې جوړو ودانيزو توکو فابريکې په جوړولو سره به د ۱۲ مياشتو په اوږدو کې ۳۰۰متره مکعبه  له مخکې جوړ ودانيز توکي د ښوونځيو، روغتونونو او نورو عام‌المنفعه تاسيساتو د جوړولو په خاطر توليد شي. د ښار جوړولو وزير وويل، د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو فابريکې ايجاد د ودانيزو توکو د انحصارولو په معنا نه ده. 

 سيدسعادت منصور نادري څرګنده کړه، د مخکې جوړو ودانيزو توکو د فابريکې جوړولو څخه يې موخه د کور جوړولو تصدۍ بيا رغاول، د ودانيز صنعت پرمختيا، د ودانولو د عملي بهير چټکتيا، د ودانيزو توکو د کيفيت لوړول، د کورونو د بيې راکمول او سلګونو هېوادوالو ته د کاري بوختيا رامنځته کول دي. 

 هغه وويل، پخوا به د يو ښوونځي جوړولو لس دوولس مياشتې وخت نيوه، خو د مخکې جوړو ودانيزو توکو له صنعت څخه په ګټې اخيستو، د يو ښوونځي جوړول کم لګښت اولږ تر لږه څلور اونۍ وخت نيسي. 

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې يو شمېر شرکتونو تيارى ښودلى چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي، چې په وروستيو کې يو چينايي شرکت  حاضر شوى چې د مخکې جوړو ودانيزو توکو په صنعت کې ۲۰ميليونه ډالره پانګونه وکړي. د ښارجوړولو وزير وويل، حکومت په دغه برخه کې د هر ډول پانګونې ملاتړ کوي. 

په يادو مراسمو کې، د ويفاى نړيوال ودانيز شرکت رييس وويل: موږ خوښ يوو چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره دغه صنعت جوړېږي، موږ په نړۍ کې تر سلو زياتو بېلابېلو هېوادونو کې د مخکې جوړو ودانيو جوړولو برخه کې کار کړى دى. 

هغه وويل، د ويفاى نړيوال ودانيز شرکت د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو په برخه کې ۲۶کلنه تجربه، لازمه وړتيا او مهارت لري، هڅه به کوي چې په لازمو سټنډردونو دغه پروژه په افغانستان کې تطبيق کړي. 

 د ويفاى نړيوال ودانيز شرکت رييس څرګنده کړه، دا د مخکې جوړو کورونو د ودانولو لومړنى ګام دى او هڅه کوي چې په دغه برخه کې د افغانستان له حکومت سره همغږي لا زياته کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha