صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ماليې وزارت: پي آى اې د ۱۰ کلونو ماليه افغانستان ته نه ده ورکړې

د ماليې وزارت: پي آى اې د ۱۰ کلونو ماليه افغانستان ته نه ده ورکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ماليې وزارت: پي آى اې د ۱۰ کلونو ماليه افغانستان ته نه ده ورکړې

دافغانستان دماليې وزارت وايي، دپاکستان نړيوال هوايي شرکت (پي آى اې) له لسو کلونو راهيسې د افغانستان پوروړى دى. دماليې وزارت ويندوى اجمل عبدالرحيمزي وويل، دپاکستان (پي آى اې) هوايي شرکت له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې افغانستان ته ماليه نه ده ورکړې.

ده وويل، د پاکستان هوايي شرکت بايد ژر تر ژره د افغانستان حکومت ته پور ورکړي.دماليې وزارت سرچينې وايي چې دپاکستان هوايي شرکت له ۲۰۰۵ م کال را په دې خوا دافغانستان حکومت ته ماليه نه ده ورکړې. دماليې وزارت ويندوى وايي، ددوو هېوادونو يو ګډ پلاوى ګومارل شوى چې دپي آى اې پورونه وڅېړي. دعبدالرحيمزي په وينا دا پلاوى به دپي آى اې دپورونو اندازه معلومه او دپرې کولو نېټه وټاکي.دافغانستان حکومت هر کال له هغو الوتکو، چې دافغانستان له فضا تېرېږي، په مېليونونو ډالر حق العبور اخلي. دغه راز هغه الوتکې چې دافغانستان په هوايي ډګرونو کې کښېني، بايد دافغانستان هوايي ډګرونو ته ماليه ورکړي ،خو پاکستاني الوتکو له کلونو راهيسې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته ماليه نه ده ورکړې.پاکستانى هوايي شرکت په اوونۍ کې شپږ الوتنې کابل ته کوي او په وروستيو ورځو کې يې اعلام وکړ چې دکابل – اسلام آباد الوتنې  نورې هم زياتوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha