صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د اقتصاد عالي شورا د کسب او کار د ښه‌والي او د انرژۍ توليد پر لوړوالي بحث وکړ

د اقتصاد عالي شورا د کسب او کار د ښه‌والي او د انرژۍ توليد پر لوړوالي بحث وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اقتصاد عالي شورا د کسب او کار د ښه‌والي او د انرژۍ توليد پر لوړوالي بحث وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا د يكشنبې په ورځ له غرمې مخکې په افغانستان کې د کسب او کار شاخصونو د ښه‌والي او د انرژۍ د سکتور د انکشاف او د انرژۍ توليد د ظرفيت لوړونې پر طرحو بحث وکړ.

د غونډې په پيل کې د سوداګرۍ وزير محمدهمايون رسا له سوداګرۍ وزارت سره په برياليتوب د ايسا ادارې د ادغام يادونه وکړه، چې د جوازونو د ثبت او صدور د خدمتونو د واحد مرکز له جوړېدو تر اوسه ۶۵۰۰جوازونه چې ۱۵۰۰نوي جوازونه  او ۴۵۰۰تجديد شوي جوازونه په کې شامل دي، صادر شوي چې له دې بابته ۲،۵مېليون ډالره عوايد راټول شوي دي.ورپسې  د (( ريفورماټيکس )) کمپنۍ د څېړنو د پايلو په اړه د سوداګرۍ وزير او د يادې کمپنۍ  مسوولانو غونډې ته بشپړ راپور ورکړ. د سوداګرۍ وزارت مسوولانو وويل، له څه مودې راهيسې د (( ريفورماټيکس )) کمپنۍ سره چې د ګرجستان  پخواني صدراعظم جوړه کړې ، د کسب او کار د شاخصونو د پياوړتيا او عامه خدمتونو د عرضې لوړولو په برخه کې ګډه کار کوي.د سوداګرۍ وزير وويل، ياده کمپنۍ په افغانستان کې د  کسب او کار شاخصونو د ښه‌والي په ډګر کې په بېلابېلو برخو کې په ټوليزه توګه ۱۶۸ پېشنهادونه وړاندې کړي ، چې د دغې طرحې تطبيق به د خدمتونو د عرضې او د سوداګرۍ چاپېريال د پراختيا په ښه‌والي کې افغانستان سره مرسته وکړي.هغه څرګنده کړه، ياده کمپنۍ متخصص کدرونه لري چې په ۲۰۱۲کال کې له جوړېدو راهيسې يې تر اوسه چارې د ګرجستان پخواني صدراعظم په مخ وړي. د سوداګرۍ وزير زياته کړه، دا کمپنۍ د سوداګرۍ چاپېريال د پراخولو او چمتو کولو برخه کې عالي تجربې لري، چې د کسب او کار د شاخصونو په برخه کې يې د ګرجستان د ۱۰۸مې درجې څخه اتمې درجې ته لوړ کړ.د سوداګرۍ وزير وويل، افغانستان کولاى شي د ريفورماټيکس کمپنۍ او د ګرجستان له تجربو څخه په استفادې د پانګونې او سوداګرۍ شرايطو د ښه‌والي، د سوداګرۍ د ښه خدمتونو په عرضه او د کاري طرزالعملونو په ساده کولو کې اغېزناک ګامونه واخلي.د ريفورماتيکس متخصصانو په افغانستان کې د کسب او کار لس شاخصونونه ( د کسب او کار پيلول/سوداګرۍ، ودانيز جوازونه، برېښنا ته لاسرسى، د برېښنا انرژۍ ته لاسرسى، د ملکيت ثبت، کرېډېټ  ته لاسرسى/قرضه، د وړو پانګونو ساتنه، د مالياتو ورکړه، د پولو دباندې د سوداګري، د قرارداد اجرا، د دېواليه کېدو حل و فصل) ارزولي او د يادو شاخصونو د ښه والي په برخه کې يې وړانديزونه وکړل.ريفورماتيکس کمپنۍ د عامه خدمتونو او د انرژۍ سکتور انکشاف په برخه کې هم ارزونې کړې او د هغو د ښه والي لپاره يې خپل وړانديزونه له نړيوالو سټنډردونو او د ګرجستان هېواد تجربو سره سم په جلا توګه وړاندې کړل.په دغه غونډه کې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د ولسي جرګې غړي عبيدالله رامين، د مځکو ادارې رييس جواد پيکار، د صنعت کارانو د ټولنې رييس شېرباز کمين زاده هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د اوسني حالت څخه د وتلو لپاره هر اړخيزو اصلاحاتو او تغييراتو ته اړتيا ده چې، دغه ډول طرحې کولى شي دغه غوښتنې پر ځاى کړي.جمهوررييس غني له ريفورماټيکس کمپنۍ او خصوصي سکتور څخه د مننې تر څنګ چې د افغانستان لپاره يې د پانګونې د باور لا زياته فضا رامنځته کړې ، وويل، حکومت د اصلاحاتو راوستو په برخه کې جدي اراده لري.جمهوررييس وويل، د پانګونو جلب بيمه غواړي، ځکه د ګرنټۍ او بيمې څخه پرته پانګونه ګرانه ده. هغه زياته کړه، په دغه برخه کې طرحه شوي وړانديزونه بايد طبقه بندي شي او وکتل شي چې کومه طرحه په لږ لګښت او زيات موثريت سره په کم وخت کې پلي کېداى شي.جمهوررييس په دې برخه کې د ماليې، اقتصاد او سوداګرۍ : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha