صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د دوو مېليارډو افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور شول

د دوو مېليارډو افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د دوو مېليارډو افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور شول

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو دكمېسيون غونډې چې د شنبې په ماښام په ارګ کې جوړه شوه، د دوو مېلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور کړل، چې يو تړون په کې رد او بل تړون د لا زياتې ارزونې په موخه ور وګرځول شو. په دې غونډه کې، د ملي تدارکاتو د ادارې عمومي رييس يما ياري د ملي تدارکاتو د ادارې او د کورنيو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې رياست تر منځ د هوكړې د لاسليک کولو په اړه راپور ورکړ. د دغې هوكړې له مخې به دواړه ادارې په پروژو کې له اداري فساد سره د مبارزې او فساد د مخنيوي په موخه کار وکړي.

د ملي تدارکاتو كمېسيون د باميانو- دوشي سړک د لومړۍ برخې وړانديز شوى تړون چې ۲۳ کيلومتره اوږدوالى لري د قانوني معيارونو د نه بشپړولو له امله رد کړ او پرېکړه يې وکړه چې ياده پروژه دې بيا داوطلبۍ ته وړاندې شي. همدارنګه د ملي دفاع وزارت اړوند د نويو کمپيوټري تجهيزاتو د تدارک تړون د لا زياتې ارزونې لپاره ور وګرځول شو.همدارنګه غونډې د ودانيزو توكو د مخکې جوړو شويو صنعتي فابريکې د فعالولو پروژې د منظورۍ پر مهال د يادې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د ښار او کور جوړولو وزارت او د جمهوري  رياست د اقتصادي مشاوريت ابتکار د قدر وړ وباله او د ښار او کور جوړونې وزارت يې مکلف کړ چې د دغې پروژې د پلي کېدو کره او هر اړخيزه څارنه وکړي.ه دې غونډه کې منظورو شويو تړونونو کې لاندې

 پروژې شاملې دي:

۱_ د ښارجوړونې وزارت اړوند د ودانيزو توكو د مخکې جوړو شويو صنعتي فابريکو د پروژې طرحه، ډيزاين، نصبول او فعالول؛

۲_ په کاپيسا ولايت کې د ۲۶ښوونځيو د تاسيساتو د احاطوي دېوالونو جوړول؛

۳_ د باريکاب ښارګوټي د کرنيز زون د صنعتي پارک د سړکونو جوړول، دغه پروژه د کډوالو د ستونزو د رفع کولو لپاره چې په ياد ښارګوټي کې مېشتېږي، د اهميت وړ ده؛۴_ د سالنګ په مسير کې د برېښنا د لېږد لين د پرزو تدارک؛۵_ د هرات ولايت د زنده‌جان ـ غوريانو سړک جوړونې د پروژې د قرارداد تعديل؛۶_ د فوايدعامې وزارت اړوند د ملي ودانيز لابراتوار لپاره د لابراتواري تجهيزاتو تدارک ۷ _ د سپيدار ماڼۍ د الحاقيه ودانۍ د جوړولو قرارداد؛په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو دكمېسيون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو د ادارې مسوولانو، د سيګار، د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد دكمېسيون، د ولسي جرګې د دفاعي كمېسيون، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او غوڅ ملاتړ د سيستيکا ادارې د شفافيت ناظرانو هم ګډون درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha