صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | دمستعملو فلزي توکو ويلې كولو ته دې زمينه برابره شي

دمستعملو فلزي توکو ويلې كولو ته دې زمينه برابره شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دمستعملو فلزي توکو ويلې كولو ته دې زمينه برابره شي

د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي د قوس مياشتې په ۲۸ مه د کارول شويو زړو فلزي توکو د خرڅلاو له عالي کميتې سره غونډه وکړه.

په ياده غونډه کې چې د اقتصاد وزير ښاغلي عبدالستار مراد او د کانونو او تجارت وزارتونو مرستيالانو هم ګډون درلود، د تصديو دعمومي رياست او دولتي شرکتونو د تيرو کړنو د راپور، پر وسپنې ويلې کوونکو داخلي کارخانو  د زړو توکو د خرڅلاو، د يادو توکو له پاره په رامنځ ته شوې کړنلارې، د توکو پر موقعيت، اندازې او په دې برخه کې د شفافيت راوستو او د فساد د مخنيوي په اړه بحث او خبرې وشوې.په پاى کې پريکړه وشوه چې د وسپنې د ويلې کوونکو فابريکو ارزيابي دې وشي او په داخل کې د ې د يادو توکو ويلې کولو ته  زمينه برابره شي. د کمېټې له غړو غوښتنه وشوه چې ياده کړنلاره مطالعه کړي او خپل نظرونه په ليکلي ډول شريک کړي ترڅو د اقتصاد د عالي شورا له پاره ترې يو تفصيلي راپور جوړ شي.د يادونې وړ ده چې د کارول شويو فلزي توکو د خرڅلاو په عالي کمېټه کې د ماليې، اقتصاد، سوداګرې او صنايعو او د کانونو وزارتونه او د افغانستان د سوداګرۍ خونه غړيتوب لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha