صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د پوهنې وزارت كتابونه دې په كور د ننه چاپ او د برېښنا سپما دې وشي

د پوهنې وزارت كتابونه دې په كور د ننه چاپ او د برېښنا سپما دې وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پوهنې وزارت كتابونه دې په كور د ننه چاپ او د برېښنا سپما دې وشي

داداري اصلاحاتو دملي كمېټې نوبتي غونډه كې داداري بهيرونو دساده کولو دتطبيق دڅارنې پلاوي چې دجمهور رييس دفوق العاده استازي له دفتر ، دجمهوري رياست دچارودادارې ، دفساد پرخلاف دمبارزې دعالي ادارې اوداداري اصلاحاتو دخپلواک کمېسيون داستازو په ګډون ټيم په کې شامل دى. دپوهنې ، کار او ټولنيزو چارو ، شهيدانو اومعلولينو له وزارتونو، دترافيکو دلوى رياست دبرېښنا شرکت او دښځو دچاروله وزارتونو څخه خپل نظارتي رپوټ وړاندې کړ .

 په دې غونډه کې دکار او  ټولنيزو چارو ، شهيدانو  او معلولينو او دپوهنې  دوزارتونو  او دبرېښنا شرکت استازو  دخپلو ادارو  په برخو کې  داداري بهيرونو  دساده کولو په باب  څرګندونې وکړې .   دکاراو ټولنيزو چارو وزارت معيين څرګنده کړه چې دغه وزارت دکورنيو اوبهرنيو اتباعو دکار دجواز ليکونو  دوېش  په ساده کولو سره  ددغې ادارې  دپيچلو برخو دساده کولو  طرحه هم  برابره کړې ده  چې داړوندو پړاونو له بشپړولو وروسته به  دتطبيق پړاو ته وړاندې شي .   ده زياته کړه چې دغه وزارت   دمعلولينو دوثيقو دپېژندنې دسيستم  دباى متريک  کولو په برخه کې  يولړ پروګرامونه  برابرکړي دي .  دغه راز دپوهنې وزارت استازي وويل چې دغه وزارت  دفراغت دسندونو دوېشلو په برخو کې  دولايتونو له لارې  بهيرونه  اسانه کړي دي .   دترافيکو دلوى رياست استازي هم په دې برخه کې  د وسايطو دچلونې  دجواز او دجواز سير په ويشلو کې  داداري بهيرونو دآسانه کولو په باب  رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې ددغو برخو  دبرقي کولو طرحه يې برابره کړې ده او دې ته اړتيا ده چې په دې باب کار وشي .   دغه راز  دبريښنا شرکت  مالي او اداري رييس  ددغه شرکت  دځينو برخو داسانه کولو  رپوټ  وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې دبرېښنا شرکت هلې ځلې کوي  چې د تعرفو دراټولولو سيستم  په داسې ډول  چمتو کړي چې هېڅ زبر ځواک  دتعرفو له ورکولو څخه  تېښته  ونه کړي .   دبرېښنا شرکت  مسوولينو دځينو دولتي مقاماتو  او زبر ځواکونو له خوا دبرېښنا دلګښت دپيسو دنه ورکولو او دهېواد  دادارو او هېوادوالوله خوا دانرژي په زېرمه کې دنه سپما  له امله  سر وټکاوه .  او ويې ويل  موږ ددې شاهدان يو چې  په دولتي ادارو کې کارکوونکي او هېوادوال  دبرېښنا انرژي په لګښت کې  دسپما په وړاندې بې پروا دي  چې دايوه ډېره جدي موضوع ده .   دوى   څرګنده کړه چې دځينو دولتي او نادولتي مقاماتو له خوا په خپل وخت دپورونو  ورکول  اوسپما هېوادوالو ته دخدمتونو دوړاندې کولو لپاره  زياته زمينه برابروي .  دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود وويل تر هغه وخته پورې چې وزارتونه  او دولتي ادارې  داصلاحاتو درامنځته کولو او دحکومتوالي  دپراخ بنسټه  کېدو په برخه کې  دعمل نوښت  ونه ښيي  ،  هېڅکله به  دافغانستان  داداري نظام داصلاح  ،  پرمختګ  او ترقي په لور  ديون  شاهدان ونه اوسو .  ده  داصلاحاتو دكمېټې له ټولو غړو څخه وغوښتل  چې په  بشپړ جرئت سره دې  دهر راز فساد چې ددوى د ادارو دکار د ځنډ او خنډ سبب کېږي  بربنډ کړي چې له هغو کسانو سره  چې خنډونه پيداکوي  جدي چلند وشي .    په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دوزارتونو او ادارو دمشرتابه هيئت  اومسوولين دې  خپلو کارکوونکو ته  دانرژي په لګښت کې  دسپما لپاره  لارښوونه وکړي  او له هغوى څخه دې وغوښتل شي  له هغو وسايلو څخه  استفاده وکړي  چې  دسړښت او تودوخې په معتدل کولو  کې ټيټ لګښت ولري . ددولتي ادارو لپاره  داقتصادي شرايطو او دبرېښناانرژي دکمښت په پام کې نيولو سره  له  ايرکنديشن څخه استفاده  نامناسبه  وبلل شوه.   دهېواد دکورني  صنعت دودې او دپانګې دساتنې په موخه  دغه راز پرېکړه وشوه چې دپوهنې وزارت دې  دخپلو کتابونو په چاپولو او خپرونوکې  دهېواد له کورنيو چاپ خونو څخه  استفاده وکړي چې ګاونډيو هېوادونو ته  دپانګې دوتلو سبب نه شي ، له بلې خوا هم  دپوهنې وزارت دې بايد  نورو ښوونځيو ته  دښوونې او روزنې دکيفيت دپياوړتيا په لاره کې  دښوونځيو دمديرانو دنوښت سپارښتنه وکړي .  په دې غونډه کې  له برېښنا شرکت څخه وغوښتل شول  چې له هغو مقاماتو او زبرځواکونو څخه  چې دبرېښنا دلګښت  پيسې يې  نه دي ورکړي  ،  قانوني چلند وکړي اودبرېښنا بهير يې  بند کړي او هر هغه څوک چې له زور څخه کار اخلي  نومونه يې يوځل بيا درسنيو له لارې   دافغانستان له خلکو سره شريک کړي .   دجمهور رييس فوق العاده استازي ددغې غونډې په پاى کې وويل  چې هېڅ  هېوادوال  او يا دولتي مقام  له يوه عادي  هېوادوال سره  زيات امتياز نه لري  اوبايد خپل  ټول پورونه  ورکړي  چې دهېواد  بې وزلو کسانو ته هم  خدمتونه وړاندې کړي .او داړتيا وړ برېښنا له لرلو څخه  ګټه واخلي .   ديادونې وړ ده چې دغه هيئت  به  په ډير لنډ ممکن وخت کې  داداري بهيرونو  د ساده کولو ،  دادارو په کار کې  دروڼتيا او دخدمتونوپه وړاندې کولو کې  دچټکتيا په خاطر  څه ناڅه پنځه نورې ادارې  وڅېړي . او نتيجې به يې  داداري اصلاحاتو دملي كمېټې  غونډې ته وړاندې کړي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha