صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | افغان پانګوال د نفت او ګازو په برخو كې سترو پانګونو ته چمتو دي

افغان پانګوال د نفت او ګازو په برخو كې سترو پانګونو ته چمتو دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان پانګوال د نفت او ګازو په برخو كې سترو پانګونو ته چمتو دي

افغان پانګوال وا*يي، که چېرې افغان حکومت ورته د نفت او مايع ګاز د تصفيې په برخه کې امکانات برابر کړي، دوى د امو دريا د نفتو او ګاز په حوزه کې د يو مېليارد او درې سوو مېليونو ډالرو پانګونې ته چمتووالى لري.د افغانستان د نفت او ګازو د ملي ټولنې چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د دغې ټولنې په دفتر کې خبريالانو ته وويل،

چې دې ټولنې په ۲۰۱۳ م کال کې هم په دغه سکټور کې ۶۴۰ ميليونو ډالرو د پانګونې وړانديز کړى و، چې د هغه وخت د سياسي حالاتو له امله تېر حکومت د دوى غوښتې ته مثبت ځواب ورنه کړ.د دغې ټولنې په استازيتوب اذرخش حافظي وويل چې دا پانګونه به افغانستان د نفتو او ګاز دمصرف په برخه کې په خپل ځان بسيا کړي.ښاغلي ادرخش حافظي وويل : (( په دغه پانګونه به دوه نيم مېليونه ميټرک ټنه نفت او مايع ګاز به تصفيه شي چې دا د افغانستان د مارکيټ تقاضا تر ډېره حده پورې پوره کوي.))افغانستان په اوس وخت کې هرکال ۲،۷ مېليون ټنو نفتو او ۴۰۰ زره ټنو مايع ګازو ته اړتيا لري.د نفتو او مايع ګازو دا ټولنه وايي، چې په افغانستان کې فعال سکټور دى او شاوخوا درې زره اووه سوه مېليونه ډالره دوراني پانګونه لري.د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خوني د وينا له مخې په تېرو کلونو کې چې په افغانستان کې په زيات شمېر بهرني سرتېري ديره وو، د هېواد د نفتو اړتيا په کال کې څلور مېليونو ټنو ته رسېدله، چې  زيات شمېر د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته دا اړتيا نږدې نيمايي ته راکمه شوې ده.د افغانستان حکومت د نفتو او مايع ګاز د چارو د تنظيم لپاره د نفتو او مايع ګاز د تصدۍ په نوم اداره هم فعاليت لري.د افغانستان د نفت او ګازو د ملي ټولنې چارواکي ادعا لري چې دا تصدي د نفتو او ګاز د انحصار هڅه کوي او حكومت ته يې وړانديز دادى چې دا تصدي دې په يو دولتي شرکت بدله کړي او په خصوصي سکټور دې يوازې نظارت ولري.په افغانستان کې هرکال د ژمي په موسم کې د نفتو او ګاز بيعې لوړې خيژي چې ورسره د افغانستان د نفتو او ګاز تصدي د خلکو اقتصادي وضعيت او اړتياو ته په پاملرنې د نفتو او ګازو د بيعو د ثابت ساتلو لپاره پخپله هم بازار ته نفت او ګاز د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha