صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د حکاکۍ او انځورګرۍ اته اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ووسپارل شول

د حکاکۍ او انځورګرۍ اته اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ووسپارل شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د حکاکۍ او انځورګرۍ اته اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ووسپارل شول

دخطاطى او انځورګرۍ اته اثار پرون په ملي نګارستان کې دساتنې په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته وسپارل شول .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دهېواد دخطاطۍ او انځورګرى   دبرخې دوو تنو هنرمندانو دخطاطۍ او انځورګرى  او دانځورګرۍ اودخط دانځورګرۍ اته  اثار  په ملي نګارستان کې دساتنې  په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته ورکړل  چې له دې جملې څخه دخط دانځورګرۍ  شپږ اثار  داستاد علي بابا اورنګ او دانځورګرۍ يو اثر او دخطاطۍ  يواثر داستاد روزګاني دي . ددغو اثارو دسپارلو  په وخت کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى  معينه پوهنياره  سيده مژګان مصطفوي  ، دهنرستان رياست سرپرست سيد محمد صابر هاشمي او داغاخان دفرهنګي بنسټ  استازى رحيم الله اماني هم حاضر و ، استاد روزګاني ددغو اثارو د ورکړې موخه دملي نګارستان په بډاينه کې ونډه اخستنه وبلله او هيله يې وکړه چې دوى داکار دهېواد دنورو هنرمندانو ترمنځ په يوه فرهنګ بدل شي . دغه راز استاد اورنګ  يو ټوک کتاب چې په هغه کې دخطاطۍ ، انځورګرى او دخط دانځورګرى  ١٢٨  اثار دده په واسطه ځاى پرځاى کړى  شوي دي اوداغا خان دفرهنګي بنسټ په ملاتړ چاپ شوى دى هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ته ورکړ شو . پوهاند باوري  ددې تر څنګ چې دهېواد ددغو دوو تګړه هنرمندانو هنري کړنې وستايلې ، څرګنده کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبيلابېلو برخو د هنر او هنرمندانو ملاتړ کوي . دغه راز په فرهنګي برخو کې دزميني دبرابرولو او ملاتړ په خاطر  يې داغاخان له فرهنګي بنسټ څخه مننه  وکړه او ټينګار يې وکړ چې دغه بنسټ  په فرهنګي برخو کې خپل کارونه داطلاعاتو اوفرهنګ له و زارت  سره په همغږى  کې تنظيم کړي او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره يې د ددوى دزياتوهمکاريوغوښتنه وکړه . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دغه اثار دملي نګارستان استازي ته وسپارل چې په مناسب ځاى کې وساتل شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha