صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | پوهاند باوري : غير ملموس فرهنګي ميراثونه دې وپېژندل شي

پوهاند باوري : غير ملموس فرهنګي ميراثونه دې وپېژندل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند باوري : غير ملموس  فرهنګي ميراثونه دې وپېژندل شي

دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دمشورتي بورد غړو پرون داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې غونډه وکړه . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دپېژندنې دفرهنګي ملي پاليسي دطرحې په باب دخبرو په مقصد جوړه شوې وه

 په پيل کې  د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  خبرې وکړې  او ويې ويل چې ددغې پاليسۍ  په طرحه کې  دې دګاونډيو  هېوادونو او په دې  لاره  د مخکښو هېوادونو له تجربو  څخه استفاده وشي .  دده دڅرګندونوله مخې، له فرهنګي  موسسو او هم له هغو ادارو  سره چې  په دې لاره کې   فعاليت کوي  سلامشورې  وشي چې له هغوى سره په همکارى کې دغه پاليسي تدوين شي .دمشورتي  بورد غړو ددغې طرحې دتدوين  په مقصد خپلې نظريې  شريکې کړې ، دوى داړوندو ادارو ترمنځ پر همغږى  ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې غيرملموس  فرهنګي ميراثونه دې دولايتونو او زونونو په کچه وپېژندل شي او فهرست بندي دې شي . دغونډې په پاى کې پوهاند محمد رسول باوري وويل چې بايد فرهنګي ملي پاليسي په ډيرلنډ ممکن وخت کې تدوين شي .  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې دفرهنګي ملي پاليسي دتدوين په خاطر دغير ملموسو  فرهنګي ميراثونو تشخيص  مهم دى او ددغو ميراثونو له پېژندنې وروسته دې هغه فهرست بندي او په معلوماتي زېرمه تون کې شامل شي .  

ديوبل خبرله مخې: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري پرون په کابل کې  دايران داسلامي جمهوريت دسفارت له  فرهنګي  اتشه سره وکتل  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په کابل کې دايران  داسلامي جمهوريت  دسفارت فرهنګي  اتشه رضاملکي  د ګډوفرهنګي  برنامو ،  دايراني او افغاني  خپروونکو په ګډون په کابل  پوهنتون کې دکتاب  دګډ نندارتون  دجوړولو په اړوند  چې ټاکل شوې ده  په ډير لنډ ممکن وخت کې په کابل کې پرانيستل  شي او دغه راز دفرهنګي  غونډې دجوړولو  او دادبياتو ، عرفان او تصوف  ،  په باب دخبرو په باره کې  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرست  ته معلومات ورکړل او ددواړو هېوادونو ترمنځ يې دفرهنګي اړيکو  دپراختيا  غوښتنه وکړه .

 پوهاند باوري ټينګار وکړچې فرهنګي برنامې  دې بايد داطلاعاتو او فرهنګ   له وزارت  سره په همغږى  کې جوړې شي.ده څرګنده کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکتاب دنندارتون  او دګډو فرهنګي  برنامو دجوړولو ملاتړ کوي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha