صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه د غزني د نومول کېدو پنځمه کلىزه ونمانځل شوه

د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه د غزني د نومول کېدو پنځمه کلىزه ونمانځل شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه د غزني د نومول کېدو پنځمه کلىزه ونمانځل شوه

د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلاﺯمېنې په توګه دغزني ولايت د نومول کېدو پنځمه کلىزه وړمه ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وزير محمد رسول باوري او د لوړو زده کړو د وزيرانو سربېره زرګونو تنو ګډون کړى وو. د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال دخبر له مخې: د غزني والي انجينر عبدالکريم جوړ شويو مراسمو ته په خپله پيليزه وينا کې د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پلاﺯميني په توګه د غزني ولاىت نومول يوستر وياړ وباله. هغه د اطلاعات او فرهنګ او د لوړو ﺯده کړو له وﺯيرانو څخه وغوښتل، څو د علم او فرهنګ پر مرکز د دغه ولايت د بدلولو په برخه کې غزني ته ځانکړې پاملرنه وکړي.  والي هيله څرګنده کړه چې د دغه ولايت په مرکز او ولسوالېو کې تاريخي ماڼۍ او ﺯيارتونه هم په اساسي توګه ورغول شي.  هغه دغه راﺯ شته فرصتونو ته په کتلو هيله څرګنده کړه چې غزني به په يوه توريستي ولايت بدل شي.  په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ وﺯير پوهاند محمد رسول باوري،په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې ياد وﺯارت به د دغه ولايت تاريخي آبدې په اساسي توګه ورغوي.  د لوړو ﺯده کړو وﺯير ډاکټر نجيب الله خواجه عمري هم خپلو خبرو کې د غزني ولايت دوو دولتي پوهنتونونو ته د انکشاف ورکولو او له بهرنىو پوهنتونونو سره ىې د وصلولو ژمنه وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha