صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته څلور هنري آثار ډالۍ شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته څلور هنري آثار ډالۍ شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته څلور هنري آثار ډالۍ شول

د هېواد مشهور هنرمند استاد غوث الدين ناآرام په هغې کتنه کې چې د اطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست او د فرهنګي چارو له معين پوهاند محمدرسول باوري سره لرله خپل څلور هنري اثار چې واښه پکې کارول شوي دي د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته ورکړل.

پوهاند محمدرسول باوري له  ناآرام څخه د مننې د څرګندولو په ترڅ کې د هغه  زحمتونه دقدر وړ وبلل او زياته يې کړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هېواد د هنرمندانو د هنري فعاليتونو ملاتړ  او درناوى کوي.استاد غوث الدين ناارام چې له  ٥٥کلونو راپه دې خوا په دې هنري  برخه کې   په  خدمت بوخت دى ، دى خپل استاد عزيز ګندمي معرفي کوي  چې په  دې  موده کې  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او د نورو فرهنګي بنسټونوله خوا د ستاينليکونو  په ورکولوسره  هڅول شوى دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha