صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | يونسكو د غير ملموثو فرهنګي ميراثونو د ساتنې په اړوند وركشاپ جوړوي

يونسكو د غير ملموثو فرهنګي ميراثونو د ساتنې په اړوند وركشاپ جوړوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
يونسكو د غير ملموثو فرهنګي ميراثونو د ساتنې په اړوند وركشاپ جوړوي

د ملګرو ملتو علمي اوفرهنګي سازمان يونسکو په پام کې لري چې د غيرملموثو فرهنګي ميراثونو دساتنې په اړوند د٢٠٠٣ کنوانسيون دتطبيق په لاره کې يو ورکشاپ جوړ کړي.

د باخترآژانس د خبرله  مخې ؛ دغه ټکى  تېره ورځ په کابل کې د يونسکو استازي  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمدرسول باوري سره په کتنه کې  څرګندکړ.په کابل کې د يونسکو استازي دغه راز د دغه ورکشاپ د جوړولو او په دې باب  د همکاريو په اړوند  خبرې وکړې. وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري په لنډو خبرو کې وويل ؛   چې دغه وزارت بشپړ تيارى لري  چې د دغه ورکشاپ  د جوړولو  د ماهرانو  اوکارپوهانو د بلنې په لاره کې  له يونسکوسره همکاري وکړي.پوهاندباوري  زياته کړه چې د ورکشاپ له جوړولو مخکې دې برخه والو او د هېواد خلکو ته پوهاوى ورکړل شي  چې دغه ورکشاپ  دغيرملموثو فرهنګي ميراثونو  د ساتنې لپاره  زيات  ارزښت لري.د يوبل خبرله مخې ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري په کابل کې ديونسکو  دعلمي او فرهنګي سازمان له استازي سره  د لوګر  دعينکو د مسوکان له لرغونو ساحو څخه د ترلاسه شويو آثارو  او کېندنو په باب معلومات ورکړل.د دغې کتنې په  پيل کې  د يونسکو استازي  د دغې ادارې د کاري پلان  د تطبيق د ستونزو په باب معلومات ورکړل. وروسته پوهاند باوري وويل  چې د اړوندې ادارې ستونزې او کاري پلان دې په ليکلي ډول  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته ولېږي  چې وڅېړل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha