صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د کاپي رايټ آمريت پرون د عامه کتابتون د بډاينې او دکتاب لوستلو فرهنګ د رواجولو په خاطر د عامه کتابتون رييس ته شپږ سوه ډول ډول کتابونه ورکړل.دباخترآژانس دخبرله مخې ؛

  دغه کتابونه  په بيلابيلو  علمي ، فرهنګي ، هنري  او ادبي برخو کې دکورنيو ليکوالانو له خوا چاپ  او د کتاب د نړيواله شمېره يا  شابک ( آى اس  بي   ان   )  شمېر ه پرې ليکل شوې ده.د عامه  کتابتون رييس  وحيدالله شهراني دغه کار  دهېواد د خلکو د معلوماتو د زياتوالي او بډاينې په لاره کې   ګټور ګام وباله  اوله ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې عامه کتابتون ته په مراجعه  کولو سره  د دغو کتابونو له محتوياتو څخه ګټه واخلي. د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت  دکاپي رايټ آمريت د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې په مجموعي ډول په ټولنيزو ، سياسي ، فرهنګي ، هنري  او ادبي برخو کې   دوه زره ټوکه کتابونه عامه کتابتون  ته ورکړي دي .دآثارو په  چاپ او خپرولو کې دکتاب د نړيوال معياري شمير يا (شابک )  يا ( آى اس  بي  ان  ) له شمير څخه پر استفادې  برسيره پردې چې په ملي او نړيواله  کچه دناشر او خپرونې مشخصات معرفي کوي او ادبې آثارو ته نړيوال باور ورکوي   په سيمه کې  د ناشر اوليکوال د فعاليتونو  د ودې  سبب هم کيږي او په نړيوالو نندارتونونو کې    دچاپ شويو اثارو د

ګډون زمينه برابروي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha