صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | (( موږ د ډوډۍ دوی د چوکۍ لېوني )) په نوم د نوي چاپ شوي كتاب مخ كتنه وشوه

(( موږ د ډوډۍ دوی د چوکۍ لېوني )) په نوم د نوي چاپ شوي كتاب مخ كتنه وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
(( موږ د ډوډۍ دوی د چوکۍ لېوني )) په نوم د نوي چاپ شوي كتاب مخ كتنه وشوه

په هغو کتابونو به حتمي مخ کتنه کېږي چې دمنځپانګې غنا اوکيفيت يې د لوستونکو له خوا تثبيت او بيا دکره کتنې يا نظرياتو د ادلون او بدلون (مخ کتنې) د غونډې جوړولو پرېکړه پرې وشي ، چې يو هم له دغو کتابونو څخه (موږ دډوډۍ دوی د چوکۍ لېوني ) په نوم کتاب دى چې د هېواد د تنکي ځوان او تکړه ژورنالېست اودآريانا ټلويزيون مشرخوشحال آصفي له خوا د ۲۱۹ مقالوپه تشکيل کې ليکل شوى او په دې ورو ستيو کې تازه له چاپه را وتلى دی.

دغه کتاب چې کيفي ارزونه يې وشوه دادب مينه والو ، ليکوالانو او سياست والوترمنځ يې د ملي او سياسي جراءت نوى باب پرانيستى دی، ځکه ښاغلي آصفي زيارايستلى چې په خپلو مقالو کې د هېواد په روانو حالاتو خپل سياسي ، تحليلي ، انتقادي ، اقتصادي  ، فرهنګي او انتقادي نظريات له شف شف نه شفتالو ته را وباسي ، ځکه په هره موضوع يې د دموکراسۍ تراصولو لاندې د خلکو داذهانو د روښانولو لپاره خپله انتقادي روحيه ژوندۍ او ګړندۍ ساتلې ده ، ښاغلي آصفي په ټولوسياسي روانوحالاتوكې له ډاراو ويرې پرته بې پرې قضاوت کړى، حق هم داسې دى، ځکه که موږ د هېواد معاصرتاريخ مطالعه کړو د تېروحکومتونوټولې ښيګڼې او بد ګڼې زموږ د پند او عبرت لپاره ليکل او سجل شوې دي ، د هغه وختونو کړنې اوس داصلاح لپاره بېرته نه راګرځي، خو اوس که کوم ليکوال د ملي سمسکي د را وستو په خاطر د حکومت په کړنو د انتقادي روحيې په بنا جوړوونکي نظريات ارايه کړي دا يو په ځای ګام او اقدام دى او موږ يې ملاتړ اوننګه کوو او دا زموږ له نظره هېڅکله کوم جرم هم نه دى، چې يو تحليلګر د ملي سمون او ملي ګټو د تامين په خاطر د حکومت په کړنو د انتقادي روحيې په بنا په نېغ او يا د طنز په ژبه مطلب يا مقاله وليکي اوخپره يې کړي ، موږ ډېر ځله له رسنيو اورېدلي چې يو (والي ) پرته له دې چې وپوهېږي ، په عاطفي بڼه د خپل ځان په اړه ويلي: ما د خپلو کرنيزو مځکو په سرکار کاوه چې زنګ راغى او راوويل شول: راشه والي ټاکل شوى يې او يا دکوم بل وزير په خبره چې ما لوښي مينځل چې د وزير په توګه  د تقرر زنګ راغى! موږ نه وايو چې دوی څوک دي او ولې د تلېفون په زنګ ټاکل شوي دي، خو يوازې اشاره مو دې نېمګړتيا ته ده ، هغه کسان چې په کليدي چوکيو ټاکل کېږي بايد په مسلک کې تخصص ولري ، ځکه وموليدل چې له تخصص پرته ډېروکسانود خپل مسووليت بيړۍ د ناپوهۍ په سمندر کې ډوبې کړې . په هر صورت په دغه غونډه کې چې څه موده وړاندې د کاروان خصوصي پو هنتون د مجلسونو په تالار کې جوړه شوې وه د ملي راډيوټلوېزيون د خپرونورييس ، د ولسي جرګې استازي رمضان بشردوست د کاروان خصوصي
پوهنتون رييس او موسس سيد جاويد اندېش او يو شمېر نورو اهل نظر کسانو د کتاب د منځپانګې د اهميت په اړه ويناوې وکړې چې د لاسونو په پړکولو بدرګه کېدې. د کتاب د مخ کتنې په دغه غونډه کې په خپله ښاغلي آصفي د نورو اوږدو خبرو تر څنګ په بهرني سياست کې د افغانستان د موقف په اړه وويل : د بهرني سياست په برخه کې نړيوال حتمي زموږ د هېواد د سفيرانو (سياسي استازيو ) سلوکي ارزونه کوي، خو کله چې دوی وګوري د سفارت يو درېيم سکرتر له سفير سره فزيکو لاس او ګرېوان وي د هغوی برداشت به له دې موضوع څه وي؟ زموږ پو ښتنه داده چې دغه کسان څوک دي او د چا له خوا ګومارل شوي  چې په ديپلوماتيک چو کاټ کې په بهرنيو هېوادو کې د افغانانو موقف تر پو ښتنې لاندې را ولي، ځکه موږ نه پوهېږو چې په بهرنيو هېوادوکې زموږ استازيتوب کوم کسان کوي ، مسلکي ديپلوماتان او که د چوکۍ لېونيان ؟  خو اصله خبره داده چې زموږ ګټې په بهرني سياست کې نه دي تعريف شوې او موږ تراوسه سياسي اوديپلوما تيک بلوغ نه لرو، داچې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري سمه ده، ځکه د تاريخ پاڼې دغه حقيقت په ثبوت رسولى، خوترڅنګ يې موږ دومره ساده يوو چې خپلې سياسي ، ملي اوتاريخي ګټې نه پېژنو. امان الله خان چا له ملکه وشاړه په داود خان چا اودچا په لمسون کودتا وشوه او بلاخره ډاکترنجيب الله يې د کوم ثواب لپاره وواژه؟ د پنځه زره کلن تاريخ دعوا کوو، خو يوداسې هېواد موپه برخليک ملنډې وهي چې يوازې اويا کلن سياسي تاريخ لري. په موږکې مترقي او غيرمترقي(!) داسې سياسي ګوندونه جوړ شوي چې کړنلاره يې د تمويل په بدل کې د هغه هېوادونه په لاس کې ده ، چې افغانستان ته د بربادۍ اوږد مهاله پلانونه لري او ګوډاګيان يې افغانيت نه مني دا هرڅه ټول هره ورځ په رسنيو کې ګورو، ځکه دا خو طبيعي ده چې څوک د چا د خيټې مالک شي، نو د هغه د ذهن مالک هم وي.په هرحال دغه کتاب لکه د مخه چې ورته اشاره وشوه د ۲۱۹ علمي او څړنيزو مقالو ټولګه ده چې په رقعي قطع اوښکلي صحافت د ۱۰۰۰ټوکونو په تيراژ په ۱۳۹۶ لمريز کال د مومندپه مطبعه کې له چاپ راووت. ددغه کتاب دکمپوزچارې ښاغلي احسان الله مومند ترسره کړې اوټول ټال څلورنيم سوه مخونه لري.

حيا ت الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha