صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د نوروز د لرغوني جشن د تياري کمېسيون غونډه وکړه

د نوروز د لرغوني جشن د تياري کمېسيون غونډه وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نوروز د لرغوني  جشن  د تياري کمېسيون غونډه وکړه

د نوروز د لرغوني جشن د جوړولو لپاره د تياري کمېسيون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ غونډه وکړه .

د باخترآژانس دخبريال  دخبرله مخې ؛  دغونډې په پيل کې  پوهاند  محمدرسول باوري وويل  چې، دغه کمېسيون  د جمهور رييس  د لارښوونې له  مخې  جوړ شوى دى چې يوويشت غړي لري او هدف يې   په پرتمين ډول  د نوروز  نمانځل دي. د ده د څرګندونوله مخې ؛ د نوروز جشن  يو سيمه ييز فرهنګ دى  چې هرکال    د نوروز حوزې  د هېوادونو له خوا نمانځل کېږي  او سږکال به يې  د سيمې په کچه ترکيه يا آذربايجان  کوربه وي. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  زياته کړه چې د ښې همغږۍ په خاطر اړتيا ده هغه ادارې چې نوروز نمانځي مشخصې شي،  څو په همغږۍ سره په پرتمين ډول ونمانځل شي.ده دغه رازټينګار وکړ  چې، د نوروز  د نمانځلو په مراسمو کې دکتاب  او دلاسي صنايعو  نندارتون  جوړيږي او ورزشي نندارې هم  وړاندې کېږي.پوهاند باوري د کمېسيون  له پتې څخه  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ټولو رياستونو ته هم لارښوونه وکړه چې، دغه کميسيون دې د ولايتونوپه کچه  هم  جوړ شي، څو  له دغې ورځې څخه د نمانځنې په برخه کې همغږي رامنځته شي .د کمېسيون غړو د دغې ورځې د نمانځنې په خاطر په رسنيزو خپرونو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې، دنيالګيو دايښودلو پروګرام دې هم ترسره شي.دوى  د نوروز په نمانځلو کې داړوندو ادارو همغږي اړينه وبلله او طرحه يې کړه  چې بايد  دغه ورځ  د فرهنګي  عرف په توګه  ونمانځل شي .دکمېسيون  غړو پريکړه وکړه چې  د ښې  همغږۍ په مقصد دې راتلونکې غونډه د چهارشنبې په ورځ  جوړه شي. د  راتلونکي کال د  نوروز جشن (   يو نيالګى د ځان لپاره  اويو نيالګى د سمسور افغانستان لپاره )  تر شعار لاندې  نمانځل کېږي.


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha