صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د لرغونپوهنې رياست د ۵۰ مې کاليزې په وياړ علمي - تحقيقي غونډه جوړه شوه

د لرغونپوهنې رياست د ۵۰ مې کاليزې په وياړ علمي - تحقيقي غونډه جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لرغونپوهنې رياست  د ۵۰ مې کاليزې په وياړ علمي - تحقيقي غونډه جوړه شوه

د لرغونپوهنې رياست د جوړېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت ،د كب په ۸مه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په کابل کې يو علمي سمينيار جوړ شو.

د دغه سيمينار  کار  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري ، د جمهوري رياست د سلاکارانو ، د لوړو زده کړو او د سرحدونو قومونو اوقبايلو د چارو د وزارتونو دمعيينانو ، د يوشمېر دولتي مسوولانو ، دپوهنتونونو داستادانو او د فرهنګي شخصيتونو  په 

ګډون پيل شو .  ددغه سيمينار په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري د دې تر څنګ چې د لرغونپوهنې رياست  د جوړېدو د پنځوسمې کاليزې له امله د هېواد لرغونپوهانو ، فرهنګيانو او ټولو خلکو ته مبارکي وويله  او څرګنده  يې کړه ،  چې په تېرو پنځوسو کلونو کې  د لرغونپوهنې برخې  زياتې ستونزې او لاسته راوړنې لرلي دي، چې له دې جملې  څخه  يوه هم په تېرو پيښو کې د هېواد د ملي موزيم په سلو کې د اويا آثارو لوټېدل او سوځېدل دي ، چې په هغو کې  داسې آثارو  هم شتون درلود،  چې  نوي كاله مخکې د هېواد د لرغونپوهانو له خوا  ترلاسه شوي و ، او د غه راز د باميانو د مجسمو ويجاړېدل چې  نه جبيره کېدونکي  ضايعه ده .  دغه راز پوهاند باوري  د لرغونپوهنې په لاره کې  يو لړ برياليتوبونه هم  په ګوټه کړل  او ويې ويل: لرغونپوهنه هم  دنورو برخو په شان  زياتې لاسته راوړنې لري او د نړيوالو پاملرنه يې ځان ته جلب کړې ده . ده زياته کړه: په بېلابېلو هېوادونو کې  د طلا تپې د آثارو د نندارتونونو په جوړولو سره مو  وکولى شول، چې د هېواد فرهنګي شتمني نړيوالو  ته معرفي کړو او  د مس عينک په ساحه کې  دکېندنو په کار کې هم  د نړيوالو د پاملرنې  په جلبولو  بريالي شو .   داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير  د نړۍ په فرهنګي ميراثونو کې  د هېواد د يوشمېر  تاريخي څلو او لرغونو ساحو د ثبت يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، چې د هېواد هره څنډه له لرغونو آثارو څخه  بډايه ده  او ټينګار يې وکړ ، چې د هېواد  د لرغونپوهنې برخه  زيات کار او هلوځلو ته اړتيا لري .   وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني  پيغام  د جمهور رييس  دسلاکار لعل پاچا ازمون له خوا  ولوستل شو، چې په يوه برخه کې ويل شوي دي . دخوشحالى ځاى دى چې دلرغون پېژندنې رياست د پنځوسمې کاليزې په مناسبت  علمي _ تحقيقي غونډه  جوړېږي ، که څه هم دلرغون پېژندنې  د دې ادارې تر  جوړيدو ډېره موده پخوا په دې ساحه کې مهم کارونه شوي او داستاد علي احمدکهزاد غونډې سترو شخصيتونو دقدر وړ خدمتونه کړي دي، خو دلرغون پېژندنې رياست  فعاليتونه خپل  اهميت او تاريخچه لري،  چې لازمه ده  دهڅو درناوى  اوقدرداني وشي.دغسې غونډې نه يوازې نوي نسل ته زموږ د علم او فرهنګ د خادمانو له معرفي کولو سره مرسته کوي ، بلکې دا فرصت برابروي ، چې لرغون پېژندنې  په برخه کې  دکارونو  په لاښه تنظيم  اوښه والي غور وشي.دغه راز په پيغام کې  ددې تر څنګ چې ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه  قدرداني شوې ده  ، ويل شوي دي  چې دغه شان  غونډې  نه يوازې  دنوي نسل لپاره  بلکې  زموږ د علم او فرهنګ د خدمتګارانود پېژندنې او معرفي کولو په خاطر هم  مرسته کوي ،بلکې دا فرصت برابروي، چې په ښه توګه  دلرغونپوهنې دبرخې  دکارونو د تنظيم په لاره کې  زيات دقت  او پاملرنه وشي . وروسته  داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام  داجراييه رياست د فرهنګي چارو د سلاکار  مرزا محمد روستايي په واسطه ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي . (( افغانستان يوله هغو هېوادونو څخه دى چې د تاريخي لرغونتيا له پلوه  دنړۍ ډېر لرغونى هېواد بلل کېږي  له همدې امله  په دغه هېواد کې دلرغونپوهنې دفعاليتونو  لپاره  جدي او ستره اړتيا  احساسېږي .   له بلې خوا  سره له دې چې افغانستان  د لرغونپوهانه فعاليتونو لپاره  ښه ټاټوبى دى،  خو دچارو  د مسوولانو دکم کفايتي او هم  دڅو وروستيو لسيزو د خونړيو جګړو  په دليل  دغه هېواد تراوسه پورې  په دې برخه کې  دمثبت رول دلوبولو لپاره  لازم ظرفيتونه  نه دي ترلاسه کړي .))   دغه راز  په کابل کې د فرانسې سفير هم  د لرغونپوهنې په برخه کې د دغه هېواد د همکاريو په باره کې معلومات ورکړل او په افغانستان کې دلرغونپوهنې دبرخې  دپرمختګ  په باب يې  خبرې وکړې .  ده  څرګنده کړه، چې لرغونپوهنه کولى شي  ديوه هېواد  دتاريخ په اړوند  مهم سندونه  وړاندې کړي .  ديونسکو استازي هم په خبرو کې  په فرهنګي برخو په تېره بيا  دلرغونپوهنې په برخه کې د دغه بنسټ د فعاليتونو او کړو وړو په باب  معلومات ورکړل .   دلوړو زده کړو وزارت معيين  ډاکتر احمد  سير محجور په دې باب څرګنده کړه ، چې  هنر او فرهنګ  ديوه هېواد او ملت  د هويت  منعکس کوونکي دي .  ده وويل: د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې  د لرغونپوهنې پوهنځي هم  فعاليت کوي  او د طلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ددغه  وزارت د همکارى ډاډ ورکړ .  دغه راز ددغه سيمينار په مناسبت دافغانستان دعلومو اکاډمۍ پيغام  د څېړنپوه عبدالجبار عابد او دکابل پوهنتون  پيغام دپوهندوى  زلمي هوټک له خوا ولوستل شول. وروسته  دافغانستان  د څېړنې او تحقيق دواحد ې ادارې رياست مرستيال مير احمدجوينده د لرغونپوهنې دکار په لاره کې د يولړ لوړو اوژورو په باره کې  څرګندونې وکړې او ويې ويل: د لرغونپوهنې په کار کې  د همغږۍ او دکاري تداخل د مخنيوي په مقصد ، بايد ټول بنسټونه  چې دلرغونپوهنې په لاره کې کار کوي  تر يوه چتر لاندې راشي.   د سرحدونو،قومونواوقبايلو دچارو وزارت  معيين عبدالغفور ليوال د لرغونپوهنې او د نورو  علومو ترمنځ  داړيکو په باب  خبرې وکړې  او له لرغونپوهنې سره دنورو علومو  نږديوالى يې  يوه اړتيا وبلله.  دغه راز د دغه سيمينار دکار په بهير کې د لرغونپوهنې دکړو وړو په باب  يو مستند فلم ، چې دافغان فلم له خوا جوړ شوى و ،  نندارې ته وړاندې شو او دغه راز برخه والو  د مس عينک  دلرغون پوهنې د اثارو  دعکاسۍ ، دبيهقي دکتاب خپرونو دکتابونو او د ملي نګارستان  د انځورګرى د آثارو نندارتونونه، چې دلرغونپوهنې رياست د جوړېدو د پنځوسمې کاليزې  په مناسبت جوړ شوى و ، وکتل. په همدې ترتيب  دسيمينار لومړى علمي مجلس  درييس په توګه  دملي موزيم درييس محمدفهيم رحيمي، دمرستيال په توګه دعلومو اکاډمۍ د غړي څېړنپوه  کتاب خان فيضي  او دمنشي په توګه  دکابل پوهنتون داستاد پوهنمل  مجتبى  عارفي له انتخاب وروسته  په کار پيل وکړ .  په دې مجلس کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رييس  نور آقا  نوري  په هېواد کې  د لرغونپوهنې د تاريخچې په باره کې معلومات ورکړل او د دغې برخې  د لارې پرسر  يولړ  پرتې ستونزې  اوخنډونه  او لاسته راوړنې يې په ګوټه کړې .   ده زياته کړه:د لرغونپوهنې رياست دې بايد  د لرغونپوهنې په انستيتوت  بدل شي ، چې د ټولو بنسټونو دلرغونپوهنې  ټول فعاليتونه تر يوه چتر لاندې  ترسره كړي . دغه راز  د يونسکو استازي  د هېواد د لرغونپوهنې په برخه کې  د دغه بنسټ  د فعاليتونو او د آغا خان د فرهنګي بنسټ استازي  انجنير  عبدالواسع  نجيمي ددغه بنسټ  دکړنو او فعاليتونوپه باب  معلومات ورکړل .  دغه راز  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ  دلرغونپوهنې انستيتوت آمر  فرهاد احمدي  په افغانستان کې دلرغونپوهنې د څېړنو د لنډې تاريخچې او د خپلو علمي لاسته راوړنو په اړوند  معلومات وړاندې کړل . دسيمينار علمي مجلس د رييس په توګه  دتاريخي آبداتو درييس عبدالاحد عباسي  د مرستيال په توګه دکابل پوهنتون داستاد پوهندوى زلمي هوټک او دمنشى په توګه  د فايقې  لحظه  له انتخاب وروسته په کار پيل وکړ .  ددغه مجلس په کار کې  د دافا استازي  د لرغونپوهنې په برخه کې د دغه بنسټ  د فعاليتونو ، د ختيځ پېژندنې انستيتوت  ساحوي رييس  په افغانستان کې دامريکا د ختيځ پېژندنې انستيتوت د فعاليت ،  د افغانستان د علومو اکاډمۍ د لرغونپوهنې د تحقيقاتو رييس نجيب صديقي د هرات او غور په ولايتونوکې دوروستيو څېړنو،  د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړى علي احمد جعفري دافغانستان  دکوشاني دورې  دلرغونپوهنې دتحقيقاتو په باب  لنډه کتنه ،  دافغانستان دعلومو اکاډمي غړي  کتابخان فيضي د هېواد په اقتصاد کې د لرغونپوهنې د رول او دکابل پوهنتون استاد مجتبى عارفي په افغانستان کې د نانسي  هاچ دوپري  د فعاليتونو  او کړنو په باره کې  خپلې علمي او څېړنيزې ليکنې  واورولي .   دغه راز  د دغه سيمينار په پاى کې  د هېواد يوشمېر  مستحقو لرغونپوهانو ته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاين ليکونه  ورکړى شول .   په پاى کې  دموسيقي د روزنې د رياست د هنرمندانو او د هېواد  د يوشمېر نورو هنرمندانو له خوا  دموسيقي  پارچې اجرا شوې .  باختر


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha