صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | پوهاند باوري: محصلان او زده کوونکي بايد ملي موزيم وګوري

پوهاند باوري: محصلان او زده کوونکي بايد ملي موزيم وګوري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند باوري: محصلان او زده کوونکي بايد ملي موزيم  وګوري

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري پرون دامريکا دشيګاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتوت له رييس سره وکتل . دامريکا دشيګاګو پوهنتون دختيځ پېژندنې انستيتوت دافغانستان دتاريخي ابداتو اولرغون پوهنې په برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکاري کار کوي .

 دامريکا دشيګاکو پوهنتون رييس  دافغانستان دملي موزيم په باب په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې دکنفرانس د جوړولو  يادونه وکړه او ويې ويل،  چې ددغه کنفرانس  نظريې  ، مقالې او وړانديزونه  په نږدې راتلونکې کې  چاپېږي . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د امريکا  د شيګاکو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتوت  له رييس  څخه وغوښتل  چې د هېواد دښوونځيو زده کوونکي  او دپوهنتونونو محصلان بايد دمنظم پروګرام له لارې  ملي موزيم وګوري   د يوبل خبرله مخې : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري پرون دالمان  دنړيوالو همکاريو  ددفتر له استازي سره وکتل .   په دې کتنه کې د فرهنګي مېراثونو او د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې  دهمکاريو په باب  خبرې وشوې .   د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست يادونه وکړه چې څه موده مخکې دغه وزارت  دتاريخي ابداتو او لرغونپوهنې په برخو کې  دالماني ماهرانو د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې تراوسه دغې مسئلې تحقق نه دى موندلى .   د نړيوالو پرمختيايي همکاريو  ددفتر استازي  ژمنه وکړه  ،چې  دلرغونپوهنې  ددفتر د جوړيدو دپنځوسمې  کاليزې دنمانځنې  د غوڼدې تر جوړيدو پورې دغه هدف  ترسره کيږي .   په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې  ځوان انځورګر  نيلاب  چې ګونګى  دى  خپل  څو انځور شوي آثار  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته وښودل . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دملي ګالرى  ادارې ته لارښوونه وکړه  چې ددغه ځوان هنرمند دانځورګرى داثارو  دنندارتون   دجوړولو  زمينه برابره کړي . 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha