صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د (( فولکلور د علم مور )) څړنېز کتاب له چاپ راووت

د (( فولکلور د علم مور )) څړنېز کتاب له چاپ راووت

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د (( فولکلور د علم مور )) څړنېز کتاب له چاپ راووت

په رښتيا هم چې فولکلوردعلم مورده ، ځکه فولکلوريک روايات دي چې اساطيري زمانې له اوسنيو زمانو سره د ادب په مرغلين تار نښلوي يا په بل عبارت د پخوانۍ زمانې فولکلورته د اوسنۍ زمانې له ادب سره د نسبتي پيوند پر بنا تړاو ورکوي که څه هم د پخوانۍ زمانې ادبيات هغه چې زموږ تر زمانې په مختلفو کتبي اوشفاهي رواياتو را رسېدلي اکثره يې افسانوي بڼه لري، خو بيا هم په کې نغښتي حقيقتونه د ژورې څېړنې او مطالعې پر بنا ترې جوتېدای شي. داچې څنګه د افغانستان د علومو اکادمۍ سلاکار څېړنوال حبيب الله رفيع د (( فولکلوردعلم مور )) په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې دغه حقيقت په ثبوت رسولى دده بشپړ زيار او د هېواد د فرهنګ بډاينې ته به يې ستر خدمت وبولو، ځکه نه يوازې دغه کتاب،يې ليكلى بلکې ده د هېواد د پښتو فرهنګ د ودې او بډاينې لپاره نور ستر خدمتونه هم کړي چې هېڅکله د هېرېدو نه دي .

رفيع صيب په دې اړه وايي : (( کله چې بشر د مځکې پر مخ ګام کېښود، نو د طبيعت د مظاهرو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شو او له خپل تفکر سره سمې څېړنې يې په کې وکړې، تر څو يې يوه نتيجه په لاس را وړه ، خو څرنګه چې د بشر ذهن د ژوندانه په لومړيو مراحلو کې دومره وده نه وه کړې، نو په بشپړ ډول يې نه شوای کولای چې طبيعت مهار او د هغه  ټول اسرار کشف کړي ، ورو  ورو يې يو په بل پسې ګام پرګام پرمختګ وکړچې د همدغه پر مختګ په ترڅ کې يې د ادب په برخه کې هم د فولکلوريکو رواياتو په مرسته خپلې څېړنې او ګرويږنې د بلوغ سرحد ته ورسولې: ))

دده د وينا پر بنا، که چېرې د فولکلور او پخوانيو اساطيرو بېلا بېلې برخې او ډولونه تر ژورې کتنې او څېړنې لاندې ونيسو، نو په ښکاره به و وينو چې دا اساطير او روايات د لومړنيو تو کمونو يوه قد نما هېنداره ده او د دوی فلسفي نظريات د فکرطرزاو نور خصوصيات په کې په واضح توګه ليدلای شو ، خو له دغه حقيقت څخه هم سترګې نه شو پټولای، چې د فولکلور زياته برخه افسانې تشکيلوي،  نوهمدا وجه ده،چې دتاريخ په اوږدو کې د بشر بېلا بېلو ډلو ټپلو د خپل ژوند او وخت له شرايطو سره سم د افسانو او رواياتو په جوړولو لاس پورې کړی دی او له دوی را پاتې روايات او افسانې دي ،چې اوس د دوی  طرزفکر، عقايد او نورې ځانګړنې موږ ته را ښکاره کوي.  په هرصورت د ښاغلي حبيب الله رفيع د فولکلور دعلم مور کتاب د هغه مضبوط پله حيثيت لري چې موږ يې د افسانو او حقيقي رواياتوترمنځ د حقيقت په لورپورې ايستلي يو او په ښه توګه يې د افسانو او واقعيتونو له يو بل څخه په تفکيک پوه کړي يو ، خو د يوې خبرې يادول هم اړين دي هغه داچې فولکلور نه يوازې د افغانستان ، بلکې د نړي د پر مختللو هېوادونو ادبيات هم د فولکلوريکو رواياتو زيونده او د هغو پر بنا له يوه نسل نه بل ته او له بل نه بل ته په مېراث پاتې شوي او دا هم څرګنده ده،  چې د نړۍ د ټولو ملتونو فولکلور که څه هم په بېلا بېلو او مختلفو خصايصو سره بيل دي ، بيا هم په عمومي توګه ډېر شباهتونه لري او دا ترې ښکاري چې فولکلور هم له يو ځای نه بل او له بل نه بل ځای ته تللى او د خلکو او ولسونو تر منځ يې فولکلوريکې اړيکې ټينګې کړې دي .

په دغه علمي او څړنېز کتاب کې دا هم واضح شوې، چې فولکلور او تمدن له يو بل سره اړخ نه لګوي، ځکه کومه ټولنه چې پر مختللې د هغې ټولنې فو لکلور له منځه تللى او خپل ځاى يې تمدن ته پر ېښي دی او کومې ټولنې چې پرمدنيت اغيزه نه ده کړې او وروسته پاتې ده هلته فو لکلور له اساطيري رواياتو سره تر اوسه ژوندی پاتې دی ، خو دا په دې مانا نه ده چې خدای مکړه فولکلور د منځنيو پېړيود يو اړخيزه رواجونو زيږنده دی نه داسې نه ده يوازې په فولکلور کې د نه منلو افسانوي مسايلو ته اشاره ده چې د نن زمانې تمدن يې مني اوله بله اړخه په فولکلور کې داسې مثبت روايات هم شته چې د يوې ټولنې ادبي تاريخ له بل هرڅه ښه په کې رو ښانه او څرګند دى زموږ آريايي تاريخ چې موږ پرې د خپل هېواد د لرغونتوب استناد کوو اکثره يې په همدغو رواياتو ولاړدى او دا روايتونه که ټول افسانې وبولو، نو دا روايتونه بيا له کومه شول او چا جوړکړل، ځکه کله چې د پخواانيو ادبي تحقيقاتو اواوسنيو تخليقاتو ترمنځ  دادب بډاينې ته هڅه کېږي،  نو له ناچارې د ادب لرغونتوب ته هم مراجعه کېږي او کله چې ړر ته مراجعه وشوه، نو مراندې يې د بشري ژوند له ډېرو لومړنيو مراحلو څخه بيا تر نن پورې په فولکلور پورې کلکې تړلې دي او يو ځل بيا په خپلې دغه خبرې ټينګار کوو چې د اوسني او پخواني ادب ترمنځ فولکلوريک روايات د يوه عبوري  پله بڼه لري.    

دغه کتاب په پنځوسو عنوانو، درېو څبرکو او ۳۱۴ مخونو کې د امان کتاب خپرولو په موسسه کې د زر توکه په تيراژپه روان کال کې چاپ شوی دی، چې
د کمپوز چارې يې حامدالله احمدي او وحيدالله اکثير تر سره کړي دي او مطالعه يې د افسانو تر منځ د حقيقت موندلو لپاره ټولو څېړونكو او اهل ادب ته غوره او ضروري بولم .

حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha