صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | هلمندۍ پېغله د ارګ تر جايزو!

هلمندۍ پېغله د ارګ تر جايزو!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هلمندۍ پېغله د ارګ تر جايزو!

هلمند چې اکثره وخت ترې دغم وير، ډار او جګړې خبرونه درسنيو په پردو خپريږي او هر ه ورځ په دې ولايت کې د نارينه وو ترڅنګ ماشومان او ښځې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

که څه هم په هلمند کې ټولنيز ژوند،زده کړه کول اودادبي او سياسي فعاليتونو مخته وړل ستونزمن شوې ، خو بيا هم هلمنديانو خپل مورال له لاسه نه دى ورکړى ، هر ورځ د يوه روښانه او په ځان بسيا افغانستان په هيله را پيلوي او دا اميد لري ، چې يوه ورځ به له دې ناخوالو خلاصيږي او د ارام ژوند خوبونه به يې رښتيا کېږي. زه د يوې داسې هلمندۍ ملالې نسيمي باري  يادونه کوم ، چې په دې وروستيو کې يې د پښتو ادب دغني کولو  لپاره ستر کار وکړاو دوه غبرګ کتابونه يې د بلا سيوري او د خاورو ډيوه چاپ کړل چې د يوې ښځې لپاره په يوه جګړه ييز ولايت کې د داسې کتابونو چاپول او ليکل آسانه خبره نه ده.

باري لومړنۍ هلمندۍ پېغله ده چې په لږ وخت کي يې ډېر کار وکړ، دوه کتابونه يې چاپ کړل او لويې جايزې يې ترلاسه کړې د هلمند د ښځو چارو رياست ورته د کتاب دمخ کتنې غونډه جوړه کړه، دکندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست يې د کتابونو د پېژند ګلوۍ غونډه جوړه کړه،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورته د هېواد په سطحه د داستان ليکلود دويم مقام جايزه ورکړه او ارګ د ښې او غورې ليکوالې په نوم ونوموله چې دا د يوه ليکوال او ليکوالې لپاره ډېر څه دي او د داسې يوې ليکوالې لپاره بيا غټه خبره ده چې په ولايت کې يې څوک د ليکوالۍ او مدني فعاليتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېدای شي.

موږ په هلمند کې ډېر ليکوالان لرو چې وخت په وخت ښې ليکنې او تحليل کوي. لکه ښاغلي سردارمحمد همدرد،اغامحمد قريشي،شريف الله دوست،محمد اسماعيل شريعت يار،نوراحمد ايمل،فرهاد داوري او داسي نور، خو دښځينه ليکولانو په برخه کې داسې کوم څرک نه ليدل کېده چې حساب دې پرې وشئ ، خو آغلې باري په دې برخه کې جراات وکړ زيار يې وکيښ هلمند اوهلمنديانو ته يې وياړ ور په برخه کړ ،چې دا هڅې او وياړ يې د ستايلو وړ دى او دافغانستان په پښتو ادب کې به په زرينو کرښو ليکل کېږي.

پښتو ادب د نارينه ليکوالانو ترڅنګ ښځينه ليکوالانو ته هم سخته اړتيا لري، چې دا تشه دا دى دوخت په تېريدو سره ډکېږي اود پښتو ادب،ليکوالي ورځ تر بلې رشد او پرمختګ کوي.

زه له ارګ داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اړوندو نورو ادارو منندوى يم ، چې خپل ليکوالان او ليکوالې خويندې ستايي، غونډي ورته جوړ وي او د پښتو ادب دلا پياوړتيا لپاره يې هڅې پيل کړې دي او لا هم په دې برخه کې د نورو کارونو په تمه يم او په ورستيو کې د آغلي نسيمې باري هڅې او کوښښونه د ادب او ليکوالي په برخه کې ستايم او د لايزال رب له دربار څخه ورته د برياليتوب او ښه ژوند هيله کوم او ترې غوښتنه کوم چي لا هم خپل قلم روان وساتي او لکه څنګه چي يې په دې برخه کې مبارزه کړې اولاسته راوړنې لري تل همداسې فعاله پاتې شي.. 

                  حافظ احمد نصرت

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha