صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | پوهاند محمد رسول باوري دلرغونپوهنې او دتاريخي آبداتود پروژو په عملي کولو ټينګار وکړ

پوهاند محمد رسول باوري دلرغونپوهنې او دتاريخي آبداتود پروژو په عملي کولو ټينګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند محمد رسول باوري دلرغونپوهنې او دتاريخي آبداتود پروژو په عملي کولو  ټينګار وکړ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري تېره ورځ په کابل کې ديونسکو دفرهنګي برخې له رييس سره وکتل .

 دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،دا کتنه په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس دېپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او ددغه وزارت دلرغونپوهنې رييس نور اغا نوري  هم برخه لرله دجام دڅلي دترميمولو او ټينګښت ، دلرغونپوهنې  او دتاريخي ابداتو په برخو کې ديولړ پروژو دعملي کولو ، دملي فرهنګي پاليسۍ په غونډو کې ديونسکو داستازي په ګډون  ، دهغه سيمينار دموافقه ليکونو دعملي کولو  په خاطر  دکمېسيون دجوړولو  چې  په توکيو کې  جوړ شوى و  او دغه راز دهېواد دملموسو  تاريخي ميراثونو د نوملړ دڅرنګوالي په اړوند خبرې وشوې .  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ددې تر څنګ چې دلرغونپوهنې  او دتاريخي آبداتو دپروژو په عملي کولو  ټينګار وکړ ، په فرهنګي برخوپه تېره بيا دتاريخي آبداتو او لرغونپوهنې په برخه کې  ديونسکو  او دنړيوال بانک  دکړو وړو او فعاليتونو له امله قدرداني وکړه او داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره يې  ددغه بنسټ  د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه .  دغه راز په کابل کې ديونسکو دفرهنګي  برخې رييس ددغو موضوعګانو په اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت  سره په  همغږۍ  کې ديونسکو دهمکاري ډاډ ورکړ .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha