صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د باميانو د گرځندوى ، پراختيا او د تاريخي څلو پر ټينګښت او ترميمولو ټينګار وشو

د باميانو د گرځندوى ، پراختيا او د تاريخي څلو پر ټينګښت او ترميمولو ټينګار وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د باميانو د گرځندوى ، پراختيا او د تاريخي څلو  پر ټينګښت او ترميمولو  ټينګار وشو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري پرون دباميانو له والي ظاهر ظهير سره په کتنه کې ددغه ولايت دګرځندوى په پراختيا او دتاريخي څلو په ترميمولو ټينګار وکړ.

 په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس  عبدالاحد  هم حاضر و ، دباميانو والي په فرهنګي اود ګرځندوى په برخه کې  ددغه ولايت يولړ ستونزې اوغوښتنې او هغو لرغونو اثاروته دپاملرنې په باب  وړانديزونه چې دويجاړتيا په حال کې وو بيان کړل اوددغو مواردو په اړوند يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې  غوښتنه وکړه .    داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وزير ددې تر څنګ چې د هېواد دتاريخي څلو دساتنې د ټينګښت او ترميمولو  په لاره کې  ددغه  وزارت پروګرامونه بيان کړل  دباميانو دتاريخي څلو په ترميمولو ، دګرځندوى  په پراختيا ، دسيما مجلې په ملاتړ، دعلمي فرهنګي او څيړنيز سيمينار  په جوړولو او په دغه ولايت کې دفرهنګي اوونۍ په نمانځنې  باندې ټينګاروکړ .  باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha