صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې كوي څو هنرمندانو ته د آثار د نندارې زمينې برابرې كړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې كوي څو هنرمندانو ته د آثار د نندارې زمينې برابرې كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې كوي څو هنرمندانو ته د آثار د نندارې زمينې برابرې كړي

د نقاشۍ او مجسمې جوړولو ٦٢ آثار پرون د غزني د ځوانانو د انسجام د سازمان له خوا په ملي نګارستان کې نندارې ته وړاندې شول.د باختر آژانس د خبرله مخې:د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري وويل

چې د دغه شان نندارتونونو جوړول هنرمندانو ته مناسبې زمينې برابروي تر څو خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي او د خپل هنر ځواکمني خلکو ته ښکاره کړي.  پوهاند باوري وويل: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د توان په حدودو کې هلې ځلې کوي  تر څو د هنرمندانو لپاره  مناسبې زمينې برابرې کړي چې  خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي.ده ټينګار وکړ چې هنرمندان بايد د فردي شخصيت په توګه وهڅول شي تر څو په افغانستان کې هنر پرمختګ وکړي.د غزني د ځوانانو دانسجام سازمان رييس رحمت الله نايل غزنوي وويل  چې د دغه نندارتون آثار د دغې ټولنې په غړو پورې اړه لري او د يوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha