صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د شاه نواز باقر شعري ټولګې د ۱۳۹۶ل کال غوره فرهنګي اوهنري جايزه وګټله

د شاه نواز باقر شعري ټولګې د ۱۳۹۶ل کال غوره فرهنګي اوهنري جايزه وګټله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د شاه نواز باقر شعري ټولګې د ۱۳۹۶ل کال غوره فرهنګي اوهنري جايزه وګټله

ځوان شاعر شاه نواز باقر د خپلې لومړۍ شعري ټولګې ((د هوا سترګو کې شګې )) په پنځولو سره د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۳۹۶ لمريزکال غوره جايزه وګټله.په يوه ستاينليک کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري له خوا لاسليک شوى، ښاغلي باقر ته د دغې جايزې د ګټلو مبارکي ويل شوې او د هېواد د فرهنګ او هنر د بډاينې لپاره يې ورته د خدمت او برياوو هيله کړې ده.

ښاغلي باقر له تاند سره په خبرو کې وويل: (( د هوا سترګو کې شګې))  چې د هغه لومړنۍ شعري ټولګه ده د ۲۰۱۶ م کال په وروستيو کې په جلال آباد کې د ختيځ خپرندويې ټولنې له خوا په ۲۵۰۰ ټوکو کې چاپ شوه، خو څه وخت وروسته د مينه والو د ډېرې غوښتنې له امله دويم ځل په ۳۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوه او پلان شته چې په نږدې راتلونکي کې په درېيم ځل هم چاپ شي.

باقر وايي : د ده دويمه شعري ټولګه چې ((پنځم موسم )) نومېږي په نږدې راتلونکي کې به چاپ شي.ښاغلى باقر وايي: چې ده ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا
په ياده جايزه کې د لومړۍ درجې په يوه ستاينليک سربېره
۵۵۰۰ افغانۍ نغدې هم ورکړل شوي دي.‌شاه نواز باقر په ۱۹۹۴ م کال کې زېږېدلى او اصلاً د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې دا وخت د پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې ژوند کوي.شاه نواز باقر چې دا وخت نږدې ۲۳ کاله عمر لري تر لسم ټولګي يې زده کړې کړي ، خو وايي چې اقتصادي
ستونزو يې تعليمي بهير ټکنى کړى
او که چارواکي ورته د لوړو زده کړو فرصت برابر کړي، دى به يې په خوښۍ سره ومني.

د شاه نواز باقر يو غزل

څوك به راټولې کړي د دغې تعبيرونو شيشې

 زما په سترګو کې شوې ماتې د خوبونو شيشې

 مونـږه لا ندى پېژندلــى د لفظونـو قــدر

 په اخبارونـو پاکــوو د دوکانـونـو شيشې

که په دې ښار کې چا په يو بل اعتماد کولى

 ايښي به نه وى چا د کور په دېوالونو شيشې

اخر دې ولېــدل زمـا د اوازونــو کاڼــي

 اخر مې ماتي کړې کنه ستا د غوږونو شيشې؟

ګردونه هم ترېنه وېرېږي، نه
کيني ورباندې

دومره بدرنګې شوې د خلكو
د مخونو شيشې

د خپل منزل مخ چرته وګورم هېڅ چل نه راځي

زما نه ورکې دي باقره!
د خاپونو شيشې

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha