صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د هنرمندانو استعدادونو ته به وده وركړو

د هنرمندانو استعدادونو ته به وده وركړو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د هنرمندانو استعدادونو ته  به وده وركړو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د انځورګرۍ نندارتون په ملي نګارستان کې پرانيست.په دې نندارتون کې د ليلا صالحي د انځورګرۍ پنځوس آثاره نندارې ته و ړاندې شوي دي.

 د باختر آژانس د خبريال د خبرله  مخې :  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې وويل چې په هېوادکې د فرهنګ او هنر په برخوکې زيات استعدادونه شته او بايد دغو استعدادونو ته وده ورکړل شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له هنرمندانو څخه وغوښتل چې داسې آثار رامنځته کړي چې د هېواد له فرهنګ سره سمون ولري. دغه راز د ځوانانو د چارو معيين ډاکتر کمال سادات په لنډو خبروکې وويل چې د ځوانانو او د ځوانو هنرمندانو ملاتړ د ځوانانو چارو د معيينيت له مهمو دندو څخه دي  .د ملي نګارستان د آمرې صابرې رحماني د څرګندونوله مخې: د روان کال په بهيرکې  ٢٣ نندارتونونه په ملي نګارستان کې جوړ شوي دي چې دا په خپله  له هنرمندانو څخه د ملاتړ ښکارندوى دى.مېرمن ليلا صالحي چې آثار يې نندارې ته وړاندې شوي دي؛ وويل چې ټول آثار د رياليزم په سبک چمتو او په هغوکې د ټولنې حالت انځور شوى دى.د دې د څرګندونو له مخې: دغه ٥٠ آثاره چې نندارې ته وړاندې شوي دي؛ له آبي او روغني رنګونو څخه په استفادې سره برابر شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha