صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د جاپان د فرهنګي مراجعوترمنځ د فرهنګي اړيکو په پراختيا ټينګار وشو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د جاپان د فرهنګي مراجعوترمنځ د فرهنګي اړيکو په پراختيا ټينګار وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د جاپان د فرهنګي مراجعوترمنځ د فرهنګي اړيکو  په پراختيا ټينګار وشو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري دافغانستان لپاره دجاپان دمرستو له همغږي کوونکي پروفيسر خالد رشاد سره په کتنه کې دفرهنګي اړيکو دپراختيا په باره کې خبرې وکړې .

  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې  چې  د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت  سلاکارانو ډاکتر طارق رشاد ،  دلاور نذيرزوى او ليلا ساماني  هم برخه لرله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دجاپان  دفرهنګي مراجعو ترمنځ  دفرهنګي اړيکو  دپراختيا په باره کې  خبرې وشوې . داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له پروفيسر  خالد رشاد څخه وغوښتل چې  ددې زمينه برابره کړي  هغه اثارچې دامير شير علي خان او د امير عبدالرحمن خان دسلطنت په دوران کې  دجاپاني تاريخ ليکونکو له خوا  په دغه هېواد کې  ليکل شوي دي  ، کاپي يې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته ورکړل شي .  دغه راز په دې کتنه کې  پرېکړه وشوه  چې دجاپان له هېواد څخه دمېرمن ياسي  په شتون  يوه کمېټه جوړه شي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دجاپان دفرهنګي  مراجعو ترمنځ  دفرهنګي اړيکو دتامينولو اوپراختيا په لاره کې کار وکړي .  پروفيسر رشاد  دفرهنګي اړيکو دتامينولو او داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت  دسرپرست  دغوښتنو دعملي کولو په  برخه کې  دخپلو همکاريو  ډاډ ورکړ او ويې ويل  چې په دې  لاره کې به  هېڅ راز همکاري  ونه سپموي . ديوبل خبر له مخې:د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري تيره ورځ د  (لوى افغانستان) بنسټ  له رييس او يو شمېر غړو سره وکتل.د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له دغه بنسټ څخه وغوښتل چې فرهنګي کارونو ته دوام ورکړي او د افغانستان د ملت د يووالي او پيوستون په لاره کې هلې ځلې وکړي.د دغې کتنې په پاى کې د (لوى افغانستان) د بنسټ رييس عبدالجميل وقار د افغانستان نخچه چې د ډيورنډ فرضي کرښه پکې نشته؛ د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرست ته ورکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha