صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | ((بريالى ماموريت)) کتاب له چاپه را ووت

((بريالى ماموريت)) کتاب له چاپه را ووت

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
((بريالى ماموريت)) کتاب له چاپه را ووت

ددغه کتاب پر لومړۍ پشتۍ ليکل شوي چې ((د ودانۍ تر رغونې د فکررغونه اړينه ده )) چې دايوه سمه منطقي او پر ځای خبره ده ، ځکه کله چې فکر سم وي ، نوطبعاً کارونه به هم سمېږي او کله چې فکر ناسم او مشوش وي ، نو کارونه هم ترې ويجاړيږي ،خو اصله خبره داده، هغه څوک چې د مهمو دولتي ادارو په راس کې قرار لري، ذهن او فکر يې بايد سم اوحساس وي په کارونو کې د فکر د سموالي په اړه ډېرې منطقي مقولې روايت شوي دي د بېلګې په توګه :

وايې چې يو کس په خټواو چکړو کې ډېر تيز او بيباکه روان و، يوه ( اهل نظر) کس ورته وويل : فکر دې ونيسه ، ورو، ورو ځه ، چې لباس ته دي  خټې ورباد نه شي ، خو دغه کس بې له ځنډه ورته وويل : خير دى زه که فکر ونيسم اوكه نه ، زما له تيز تګ نه به يوازې زما لباس ته خټې ورباد شي ، ته خپل فکرجوړکړه چې ستا د فکر خرابي به عالم ويجاړکړي ، نو خبره په دې کې ده، هغه څوک چې مهم او لوړ کارونه پر مخ بيايي بايد فکر او ذهن يې سم  او حساس وي .د بريالي ماموريت په نوم کتاب د والي الحاج عبد الجبار نعيمي د ميدان وردګو ، خوست او لغمان په ولايتونو کې د فعاليتونودتسجيل مجموعه ده چې په ۲۳۰ مخونو او يوسلو لسوعنوانونوکې په تفصيل سره د رحمت ديوان له خوا د زرو ټوکو په تېراژ په وايګل مطبعه کې چاپ شوى دى او ( هغه مامور ته چې خپل مسووليت په رښتينې توګه تر سره کوي او د ګران هېواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره خولې تويوي، ډالى شوى ) ښاغلى عبد الجبار نعيمي د ۱۳۸۳ لمرېرکال د کب مياشتې په ۱۶ مه نېټه د ميدان وردګو د والي په توګه وټاکل شو.که څه هم له دې د مخه دى له کندهاره  د اساسي قانون د لويې جرګې دغړي په توګه را پېژندل شوي و او بيا وروسته يې دپاکستان د کوېټې په صوبه کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي د کمپاين مشري هم کړې ده،  نو کله چې د ميدان وردګو ولايت ته د والي په توګه راغى له لوړو ماموريتونو سره يې سم بلديت درلود او په مردمدارۍ ښه پوهېده

په هر صورت د بريالي ماموريت په کتاب کې د هېواد په پورتنيو درېو اړو ولايتونو کې د عبد الجبار نعيمي دفعاليتونو بېلګې تاريخ وار په بشپړډول سجل شوي که يې د اړندو ولايتونو ولسواليو ته سفرونه کړي او يا يې هم له کوم لوړ پوړي دولتي او يا بهرني کس سره کتلي نېټه اود ملاقاتو موخه معلومه ده ، د ولايت د کارونود بهبود په اړه يې چې له ( پي آر ټي) ګانوسره کوم ملاقاتونه کړي دا ټول په څرګند دول سجل دي ، خو د ميدان وردګو په ولايت کې يې د نورو فعاليتونو ترڅنګ لوی نوښت د مرحوم ډاکترعبد الوکيل خان په ياد ديو داسې يادګاري څلي جوړول دي ، چې په قبر کې د هغه روح پرې تازه او په دنيا کې د هغه مرحوم خوا خوږي پرې خوشحاله دي ، خو کله چې په ميدان وردګو ولايت کې اربکيانو ته ورته  نا آشنا کسانو نظامي تحرکات پيل کړل ، نو والي هغه ونيول او بنديان يې کړل، خو په ډېره نا باورۍ  په سبا يې دغه مرموزکسان له بند څخه را خوشې شول  او پر ځای يې د ولايت هغه امنيتي مسوولين بنديان شول ، چې دغه نا آشنا او بيباکه وسلوال يې نيولي وو  ، دغې چارې پر ښاغلي عبد الجبارنعيمي دومره منفي اغېزه وکړه،  چې سمد لاسه استعفا ته آماده شو. نعيمي وايي (( ترآخره زه په دې  پوه نه شوم چې دا وسله وال د چا وو او دلته يې  د څه لپاره را لېږلي وو او ولې دا خلک له نيولو وروسته د هغې ورځې په سبا  بېرته خوشې شول )) او ددې کسانو د پلټنې پروسه تر آخره تعقيب هم نه شوه ، خو له دې معلومېده چې دغه ولايت په ټولو ابعادو کې د پراختيا په لورګامونه پورته کول او يوشمېر کړيو نه غوښتل چې په دغه ولايت كې سوله، بيارغونه او امنيت تامين شي، نو قصداً يې د ولايت د نا امنه کولو هلې ځلې کولې. که څه هم دا خبره له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم شريکه شوه ، خو د عدلي تعقيب موده يې لنډه وه او کومه نتيجه يې ورنه کړه . ښاغی عبدالجبار نعيمي له دې وروسته د خوست د والي په توګه وټاکل شو او په دغه ولايت کې يې د بيا رغونې کارونه په بېړه پر مخ روان کړل او په دغه ولايت کې يې دمافيايې کړيو له خوا د غصب شويو مځکو مخه ونيوله په آزادۍ  ( مېنه ) کې يې يوښکلى  جامع جومات جوړ کړ.  همدارنګه يې د قومونو تر منځ د دوی له دوديزې او تاريخي روحيې سره سم  په پښتني کودونو او نورمونو د سولې او روغې جوړې هلې ځلې پيل کړې

، خو د لغمان ولايت په ماموريت کې که څه هم په دغه ولايت کې يې ددوو نورو ولايتونو په څېر د بيا رغونې کارونه په بېړه روان کړي وو ، خو له ټولو لويه لاسته را وړنه يې داوه چې د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيارله حکومت سره د پخلاينې په تکل په دغه ولايت کې دده د ماموريت په دوران کې را څرګند شو او لومړني ملاقات يې له ده سره وشول چې دا په خپل ذات کې ډېره لويه لاسته را وړنه بللى شو .

حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha