صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | هاله ، مشعل فروزان ژورنالېزم او ترجمه )) سيمينار جوړ شو

هاله ، مشعل فروزان ژورنالېزم او ترجمه )) سيمينار جوړ شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هاله ، مشعل فروزان ژورنالېزم او ترجمه )) سيمينار جوړ شو

د ولسمشر محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو سره د (( هاله، مشعل فروزان ژورنالېزم و ترجمه )) سيمينار پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او په فرهنګي چارو کې د جمهور رييس د سلاکار اسد الله غضنفر ، د ملي امنيت شورا د سلاکار نجيب الله منلي ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکارانواو رييسانو ، علمي او فرهنګي شخصيتونو او دپوهنتونونو داستادانو په ګډون د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې جوړ شو.

د سيمينار په اړه د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام  په فرهنګي چارو کې د جمهوري رياست د سلاکار اسد الله غضنفر له خوا ولوستل شو، چې په يوه برخه کې يې ويل شوي: پوهاند حبيب الرحمن هاله  چې يو عمر يې د افغانستان د فرهنګ دلوړولو په لاره کې په هلوځلو  اوهڅه کې تېر کړ د هېواد په علمي او روزنيزې  ټولنې ستر حق لري ، ده په کابل پوهنتون کې دژورنالېزم داستاد ، دادب د ارزښتناکې مجلې دمدير ، د خلکو  د حقوقو دلارې د مبارز او دڅو علمي  آثارو دمؤلف اوژباړن  په توګه ، د قدر وړ خدمتونه کړي دي .د سيمينار د جوړولو په خاطر  د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته مننه کوم او  د سيمينار برخه والو او د هېواد د فرهنګ د برخې ټولو کارکوونکو ته  د برياليتوب هيله کوم .  وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د پوهاند هاله  د علمي او فرهنګي شخصيت اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د هېواد  د دغه شان علمي او فرهنګي شخصيتونو د درناوي په خاطر  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  څومره چې کار وکړي لاهم  کم دی .   مصطفوي  ټينګار وکړ ، چې بايد  زياتې  هڅې وشي چې پوهانو او څېړونکو آثار چاپ او له ځوان نسل سره شريک شي ،چې ځوانان  د علمي او فرهنګي شخصيتونو او د خپل هېواد په باب  زيات معلومات  ترلاسه کړي .  دغه راز  د ډاکتر عبدالله عبدالله  پيغام داجرائيه رياست  د فرهنګي چارو د سلاکار عبدالصمد اميني  له خوا  ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي: حبيب الرحمن هاله د خپل ژوند په اوږدو کې  زياتې لوړې  او ژورې وليدلې او ستونزې يې  وګاللې ،خو هېڅکله يې خپل رسالت  هېر نه کړ او په ارزښتناکو  اکاډميکي کارونو يې لاس پورې کړ او قيمتي آثار يې په يادګارپرېښودل .    ژباړنه يوه له هغو حوزو څخه ده  چې نه شو کولى  دپوهاند حبيب الرحمن هاله  دنامه  له يادونې پرته  دهغې له څنکه تېر شو .د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد  هم  دپوهاند هاله  دشخصيت او د ژوند دبېلابېلو اړخونو په باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل  پوهاندحبيب الرحمن هاله  دعبدالاحد  زوى  په  ١٣١١ لمريز کال کې  دکابل ولايت  دمېربچه کوټ ولسوالۍ  په کارنده کلي کې وزږېد او دزده کړو له پاى ته رسولو وروسته يې  دکابل پوهنتون داستاد ،  دادب مجلې دمسوول مدير او دکابل پوهنتون د خپرونو د مسوول په توګه  او په  نورو مهمو پوستونو کې کار کړى دى .   ده زياته کړه ،چې پوهاند هاله ارزښتناک  آثار  ، ليکنې او ژباړنې  پرېښي او زيات شاګردان يې روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي .   ډاکتر رشاد وويل :هاله دپنځه اتيا کلني په عمر  دروان کال د زمري په ۲۴تمه  په استراليا کې  وفات شو .  دغه راز  د دغه سيمينار په بهيرکې له همدې امله د علومو اکادمۍ پيغام د دغې اکادمۍ دغړې  صالحي حبيبي او دکابل پوهنتون پيغام  دپوهندوى فهيمې  شکيب  هاشمي له خوا ولوستل شول .   دپوهاند هاله خوريي محمداعظم کيفر د پوهاند حبيب الرحمن هاله دکورنۍ په استازيتوب د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت  او د سيمينار  له جوړونکو قدرداني وکړه .ده د دې تر څنګ چې د هاله د ژوند په باب يې  خپلې خاطرې  بيان کړي د پوهاند هاله  د مقام او کارنامو په اړوند هم  معلومات ورکړل .د سيمينار  په علمي برخه کې په دې اړه يو شمېر مقالې ولوستل شوې.                     باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha