صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | سراج کلا د ژغورنې په حال کې

سراج کلا د ژغورنې په حال کې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سراج کلا د ژغورنې په حال کې

د اميرحبيب الله خان دوره د هېواد په تاريخ کې مهمه دوره وه. په دې دوره کې د متمدن او منظم ژوندانه لپاره يو څه هلې ځلې وشوې او هغه څه چې د امير د پلار امير عبدالرحمان خان په وخت کې پيل شوي وو، نور هم وسيع شول او د متمدن ژوندانه لپاره هدفمن کارونه ترسره شول.

امير حبيب الله خان د حکومتولۍ په برخه کې هم ځينې کارونه وکړل او حکومتي ودانيو او اداروجوړولو ته يې هم پام وګرځاوه. 

امير د هېواد په ډېرو سيمو کې له ولس سره د ارتباط، حکومت او ژوند تېرولو په خاطر د ودانيو جوړول هم پيل کړل.

په دې ترڅ کې امير په لغمان کې هم د سراج کلا بنسټ کېښود. دا ځاى به نوموړي  د استراحت او هم د حکومتولۍ لپاره کاراوه. د لغمان سراج کلا د لغمان پراخ  اهميت څرګندوي او د دغه ولايت د نظم او مرکزيت کې يې خورا اهميت درلودلى دى.

سراج کلا په داخلي وروستيوجنګګړو کې  خورا ځپل شوې او په کنډوالو بدله شوې وه. له دې کنډوالو خلکو د تشنابونو استفاده کوله اوشاوخوا سيمه يې د بېلا بېلو خلکو له خوا غصب شوې هم وه.د په سراج کلا او بڼ کې په دې وروستيو کې دکثافاتو ډېران جوړ شوى و، چې حتا تګ راتګ هم په کې نه شو کېداى.

د لغمان هېڅ چارواکي ونشوکولى چې رغولو ته يې لاس وروړي، ځکه يو شمېر خلکو د غه ودانۍ خپل ملکيت ګڼله او په هېڅ صورت يې له لاسه نه ورکوله.

د سراج کلا بيا رغول

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په۱۳۹۵هـ ش کال کې د لغمان د سراج کلا د بيا رغولو لپاره مټې بډ وهلې او ددې لپاره يې له ځايي او مرکزي چارواکيو سره وليدل او د رغونې چارې يې په کلك هوډ پيل کړې.

د نعيمي په وينا دې ګام نوموړى له ډېرو ستونزو سره مخ کړ ځکه يو شمېر اشخاصو نه غوښتل چې سراج کلا جوړه شي او له ولکې يې ووځي.

په لومړي پړاو کې د سراج کلا په داخل کې د تعمير د ودانۍ چارې او د برجونو رغول پيل شول.

: Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha