صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د جمهورريىس غني په حضور کې ىو ټوک تارىخي کتاب ملي موزىم ته وسپارل شو

د جمهورريىس غني په حضور کې ىو ټوک تارىخي کتاب ملي موزىم ته وسپارل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د  جمهورريىس غني په حضور کې ىو ټوک تارىخي کتاب ملي موزىم ته وسپارل شو

ىو ټوک هغه تارىخي کتاب چې څه موده وړاندې د مىدان وردګو ولاىت امنىتي مسوولىنو ترلاسه کړ، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهورريىس محمد اشرف غني او ځىنې فرهنګي مسوولىنو په حضور کې ملي موزىم ته وسپارل شو.

په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شوىو مراسمو کې د هېواد  جمهورريىس د  هغو امنىتي ځواکونو مننه او قدرداني وکړه چې بهر ته ىې د دې  تارىخي اثر د قاچاق مخنىوى وکړ.  جمهورريىس دغه ترلاسه شوى تارىخي کتاب په ىوه فرد پورې تړلې نسخه وبلله او وې وىل: څېړونکي کولاى شي له دې اثر څخه ګټه واخلي  او معلوماتي اړخونه ىې خلکو ته بىان کړي. هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کورنىو او بهرنىو لرغون پېژندونکو ګډه کمېټه جوړه کړي چې په دقىق ډول د دغه لرغوني اثر په اړه څېړنه وکړي.همدارنګه د هېواد جمهور ريىس د هېواد د تارىخي آثارو د ساتنې او له هغې څخه د استفادې په خاطر د ىوې اصولنامې او مقررې په جوړېدو ټىنګار وکړ.جمهورريىس غني د افغانستان تارىخي هوىت او د لرغونو آثارو ارزښت ته په اشارې ووىل: ټول لرغوني آثار باىد لېست او په ځانګړي ځاى کې خوندي او نندارې ته وړاندې شي.جمهورريىس څرګنده کړه: افغانستان لوى لرغونى فرهنګ لري او دا هېواد د تارىخ په اوږدو کې د فرهنګونو د اتصال نقطه وه. هغه زىاته کړه: زموږ تېر اوراتلونکى جوړوي او د تېر په درک کولو سره به روښانه راتلونکى ولرو.د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهورريىس څرګنده کړه: په هېواد کې د سرتاسري ثبات او سوکالۍ په راتګ سره به زموږ تارىخي ميراثونه د راتلونکي نسل لپاره د عواىدو مهمه سرچىنه وي.په دې مراسمو کې د ملي موزىم ريىس محمدفهىم رحىمي په خپلو خبرو کې د افغانستان فرهنګي مىراثونو ته د هېواد د جمهورريىس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه وې وىل: تېر کال موږ د تارىخي آثارو د کشف په برخه کې د ښو لاسته راوړنو شاهدان وو.نوموړي جمهورريىس ته ډاډ ورکړ ، چې د ځانګړې مقررې په اساس به د تارىخي آثارو د ساتلو او استفادې په خاطرجدي اقدام وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha