صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د (( اسلامي فرهنګ په پراختيا کې د تصوف د رول )) سيمينار جوړ شو

د (( اسلامي فرهنګ په پراختيا کې د تصوف د رول )) سيمينار جوړ شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د (( اسلامي فرهنګ په پراختيا کې د تصوف د رول )) سيمينار جوړ شو

د (( اسلامي فرهنګ په پراختيا کې د تصوف د رول )) نړيوال علمي- تحقيقي سيمينار پرون په کابل کې جوړ شو . دغه سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او د هېواد د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله،

د کابينې د يوشمزر غړو، د ملي شورا د استازو، دولتي مسوولينو، روحاني او فرهنګي شخصيتونو، عالمانو، د طريقت د پيروانو او د بهرنيو مېلمنو په ګډون جوړ شو. د دغه سيمينار په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري، د تصوف او طريقت د پيروانو په اړوند معلومات ورکړل  او ويې ويل چې د تصوف او طريقت پيروان له پېړيو پېړيو را په دې خوا د اخوت او ورورګلوۍ په فضاکې د يوبل ترڅنګ ژوندکوي.

ده زياته کړه چې په تصوف او طريقت کې د خداى تعالى (ج ) بندګانو ته زيان رسول منع دي او د تصوف د پيروانو همدغه انساني او اسلامي دريځ  دوى له نورو مخربو، منحرفو او بنسټپالو ډلو څخه جلا کوي .د هېواد اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په سيمينارکې وينا وکړه او ويې ويل: تصوف زموږ د خلکو د فرهنګ، تاريخ او برخليک او د معنويت او د اسلام په صدرکې ژورې رېښې لري او زه باور لرم چې دغه سيمينار د دې زمينه برابروي چې نننى نسل او زموږ خلک

د عزت از د ژوندانه د تنظيم، ګډ ژوندانه او د بشريت د پت په خاطر په ټوليزه توګه هغه  درسونه چې موږ د خپلو خلکو له تاريخي او فرهنګي او معنويت څخه لرو، بيا  ژوندى شي . د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام په فرهنګي چاروکې د جمهوري رياست د سلاکار اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې ويل شوي: (( خوشحاله يم چې زموږ د مهمې او تاريخي موضوع په باب ستره علمي غونډه جوړه شوه او د اسلامي اخلاقو د ځلانده جوهر له مخې د انسانيت وده او پراختيا او د تصوف او عرفان د رول د اسلامي فرهنګ د رواجولو په باب پکې خبرې کېږي. صوفي مشرانو مسلمانانو او انساني ټولنو ته يو پيغام درلود چې د نننۍ ټولنې لپاره نه يوازې د هغه ارزښت نه دى لږ شوى، بلکې زيات شوى هم دى.)) دغه راز په دې سيمينارکې د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو وزارت مسلکي معيين غفور ليوال، د ولسي جرګې غړي قاضي نذيراحمد حنيفي، عصمت الله مجددي او يوشمېر نورو ويناوالو په دې اړه ويناوې وكړې. دغه راز په سيمينارکې د هند د بيهار ايالت د پتنا ښار د خانقا مسوول سيد شاه شميم الدين د تصوف او عرفان په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې تصوف او عرفان د نفس د تزکيې لپاره لوړه مرتبه، مينه، ځان پېژندنه، د خداى عبادت،  انسان دوستي، مجاهدت، رياضت، سلوک اوطريقت، د زړه صيقل او د روح پاکوالى د هستۍ د رمز او راز د پوهېدو په مقصد او په خپله د انسان په خلقت او پيدايښت پوهيدل دي.  ده زياته کړه: که څه هم د دغه حقيقت د پوهېدو لپاره انسانان د علم، حکمت  او فلسفې په ګدون بېلابېلې لارې چارې تجربه کړې ،خو عرفان حقيقت او پېژندلو ته د رسېدو لپاره له مهمو شاخصونو څخه دي. په دې خاطر چې په پوهه کې عرفان، مينه، ذوق او حال دخالت لري او د دغه مسلک لارويان بريالى شوى چې د عرفان له لارې د هستۍ د معنوي او حقيقي ارزښتونو لوړو پوړيو ته ورسېږي او د حق په معرفت چې ځان پېژندنه او خداى پېژندنه ده؛ ورسېږي.په سيمنار كې ګڼې مقالې ولوستل شوې او نن به هم دوام وكړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha