صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د علامه لوى استاد حبيبي له نظره د استاد شپون د شعر تازه ګلپاڼې

د علامه لوى استاد حبيبي له نظره د استاد شپون د شعر تازه ګلپاڼې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د علامه لوى استاد حبيبي له نظره د استاد شپون د شعر تازه ګلپاڼې

په مرګ به واړه سره مړه شو ارمان مې دادى چې ړومبي وروستي به شونه

له نن څخه پنځوس كاله دمخه.، چې زه منګل دكابل پوهنتون دژبو او ادبياتو پوهنځي دپښتو څانګې محصل وم، لوى استاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دخپلو ادبي كره كتنو په لړ كې، دپښتونوي شعردارزښت په باره كې كله كله نوې درندې ادبي څرګندونې كولې، ددغو درندو يادونو په لړكې به يې دپخوانيو او ځوانو شاعرانو لكه: د الفت، لايق، بېنوا، شفيق، فاراني ، رشاد او نورو په باب په خپل ادبي بيان كې دنوي شعر په باب زړه پاروونكې يادونې كولې، چې دپښتو نوي شعر په لړكې ډېرې غوره او په زړه پورې وې اوويل به يې .، چې په پښتو نوي شعر كې زموږ دنويو اوځوانو شاعرانو كارډېر نوى دى. لكه دكانت په قول ، چې ويل به يې:

(( دهرهنر ايجاد، دهنرمند په ظريف استعداد پورې اړه لري او انساني دماغ دنوي روش او نوې لارې دپيدا كولو يو خارق العاده استعداد هم لري.))

دكانت له دغه قوله وروسته يې په موسكا  او نرمه ژبه، په خپلو ادبي عالي خبرو كې وويل: زه پوره باور لرم، چې زموږ زلمي شاعران او دنوي طرزلېوالان به په آينده كې دفورم اوفون په لحاظ دنوي شعر دغه نوى او نوزاد وړوكى په ښه ډول وروزي، ګومان كېږي، چې پښتوبه په ادب كې دنوي هنر له پلوه هم يوه غني ژبه شي . زموږ ددغه ستر استاد پوهاند حبيبي داخبره نن رښتيانۍ بڼه غوره كړه، چې بې له شكه پښتو دنوي شعر په پرمختيا كې ډېره په غوړېدو او لوړېدوده او ډېره رنګينه پرمخ روانه ده. علامه استاد دخپل بيان په لړكې دمثال په ډول وويل: داوسنۍ پښتو دنوي هنر دراټوكيدلي تنكي باغ په ګلانو كې يو دنوي شعر ګل سعدالدين شپون هم په نظر راځي، دا زلمى په شعر كې دنوي فكر استعداد لري، چې دخپل فكر دڅرګندولو له پاره دشعر دبيان نوې لاره پيدا كولى شي. دده نظر دنوي شعر په برخه كې، دده له يوې نوې شعري ټوټې څخه ، چې ګلپاڼې يې تازه معلومېږي ماته راڅرګند شو، چې دى په دغې شعري پارچه كې خپل همځولي  شاعرته داسې بيان او خطاب كوي او ورته وايي:

                ته شاعريې

ته ددنيا دكاروانونوجرس

دتمدن دقافلې زنځير

ستا له تېز بينو سترګوډډه كوي

دهندوكش داسمانونوكجير

هوته شاعر يې قلم سم چلوه

چې يې دچادلاس رانجه خوړلي

دهغو ږغ دا ستاله ستوني راځي

چې په كړاو په بېكسۍ كې ومري

داستا قلم يې جنازې پسې ځي

چې يې چاړه په سينه ننو ځي

ستاله قلمه ورته آخ وځي

هوته شاعر يې قلم سم چلوه

علامه استاد په خپلوادبي خبرو اولكچر نوټ كې دده په باب وويل: شپون نوى شاعر دى دنوې دنيا جوړوونكى اودنوي فكري تحول ښكاره كوونكى اودسبا پرژوندانه يې يو موثر عامل ګڼي اوخپل همځولي شاعرته دخطاب او بيان په وخت كې په پاى كې په ټينګه سره داسې وايي:

دژوند دذوق پاكه هنداره ته يې

ته چې خندا كوې دنيا خاندي

ته نو، چې خاندې رښتينى خانده

كه نه تاريخ به بيا پر تا خاندي

دا ستادهرې اوښككۍ په اثر

يوزر ګلونه پر سبا خاندي

هوته شاعر يې قلم سم چلوه

                 ( دعلامه حبيبي له بيان څخه)

زموږ ددغه نوي شاعر دفكر ځلا او جولانګاه دخپل وطن او خپل هېواد ځمكه او خاوره ده، دى چې شعر وايي اوكه څه نور بيان كوي، نو له خپل وطن اوخپل ژوند څخه يې وايي، دى په وطن مين دى، دوطن بچى دى او دخپل وطن هرڅه ورته ګران دي. دده شعرونه له ما سره نشته، دده له شعري ټولګو اوكتابو مې لاس تش دى، خو په خوشالۍ ، چې په خپلو قلمي يادښتونوكې مې ، دارواښاد استاد شپون دشعر يوه ټوټه راترسترګو شوه، عنوان يې نه و، خو دده دشعري پارچې له رنګ، خوند،شكل اومضمون څخه مې عنوان
(( دخپل وطن له ورېځو جارشم)) كېښود، داستاد شپون دژوند په اړه بايد ډېرې ليكنې وشي، زه به دالنډه ليكنه، چې دعلامه پوهاند حبيبي راز اونياز دشپون په برخه كې په څو ګلو رينو ټكيو كې شوى و، دشپون استاد (( دخپل وطن له وريځو جارشم)) په شعري خوندورې او دوطن دمينې په ټوټې راګل اوسپرغى كړم، اروايې ښاده ، خو بيا وايم چې دى له خپل وطن سره مينه لري، په وطن داراغلى بدحال ډېر غندي او په كر كه يې دانا خوالې يادوي، لكه چې وايي:

     دخپل وطن له ورېځو جارشم

يه ورېځو ورېځودوطن ورېځو

لږ څه ستنې شئ زه هم درخېږم

ماته ځاى راكړئ په پسته غېږ كې

يوسور خاټول يم سبا شپه رېژم

                        ****

يه ورېځوورېځو لږ په كرارځئ

زه درته ګورم زړه مې ويلېږي

كوزهديره ده زه په كې ناست يم

دسرو بږوو ساندې غږېږي

                      ***

يه ورېځې ورېځې دلته دوزخ دى

راكوزه نه شې تابه اېرې كړي

ژوندي وګړي چې سرراجګ كړي

دويم قدم يې په هديرې كړي

                  ***

يه ورېځې ورېځې دوطن ورېځې

دا ستاله مستې برېښنانه ځارشم

يوه لمبه به راپورې نه كړې

چې يا ايره شم يا سور انګار شم

                    ***

يه ورېځې ورېځې دا خلك ګوره

دا په نس وږي داپه زړه سوي

دا درټلو دادو يشتلو

زګيروي خو، اورې كه نور څه نه وي

                    ***

ما در اوچت كړه له دغې مځكې

دلوړو غرونو دڅوكودپاسه

زه يوخاټول يم په ملامات شوى

ديوبې باكه ماليار له لاسه

                ***

تاورولې دژوند اوبه وې

موږه داوښكو سېلاوترې جوړكړ

تا زرغونه كړل دښتې لاښونه

يوڅوخونكارو ارمان پرې موړكړ

                 ***

زه به هم كله وزر پيدا كړم

ماتې به زه هم داهتكړۍ كړم

بيا به نوتاته پورته درخېږم

تابه درياب كړم ځان به بېړۍ كړم

                   ***

بيا به نو دواړه سره روان يو

ددې نيمګړې دنيا دپاسه

سره به وكړو سره به وايو

چې څه زموږه كېږي له لاسه

                      ***

موږ به پر ګلو پرخې خورې كړو

خوپه اغزيو به ژوند حرام وي

ګلان به پايي اغزي به رېژي

ددوى برچې به ددوى په ځان وي

                       ***

موږ به ددښتې خاټول بيا سور كړو

خو په زړګي كې به يې تور داغ نه وي

موږ به باغونه بيا زرغونه كړو

خوپه باغوكې به تور كاغ نه وي

                     ***

بياراكوزېږم دمځكې سرته

دا خپل ټاټوبى ډېر راته ګران دى

څوك چې له مځكې نه تېښته وكړي

هغه وګړى ډېر سرګردان دى

                    ***

مځكه دمينې پاكه زانګو ده

ژوندون پر مځكه يو لوى نعمت دى

مځكه كې ژوند دى، مځكه كې خلك

ژوندون له هريو بل نعمت او چت دى

                     ***

انسان شهكار دى خوچې ژوندى وي

په آسمانو كې انسانان نه شته

انسانان خپلو مځكو كې پايي

دوطن خوند ته هېڅ پايان نه شته

سرمحقق علي محمدمنګل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha