صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | د انځور ګرۍ نندارتون پرانيستل شو

د انځور ګرۍ نندارتون پرانيستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د انځور ګرۍ نندارتون پرانيستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري پرون د هنر سخن ميګويد، د انځورګرۍ نندارتون په کابل کې پرانيست .

 په هغو مراسموکې چې  په همدې مناسبت دطبيعي منابعو او دژوندانه دچاپېريال په چارو کې دجمهور رييس دسلاکار ډاکتر عباس بصير ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ديوشمېر  رييسانو او د ځينو هنرمندانو په ګډون په ملي نګارستان کې پرځاى شول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د هنر او هنرمندانو درول او مقام په تېره بيا دانځورګرۍ دهنر په باب خبرې وکړې او د هغو هنرمندانو چې خپلې انځورګرۍ  يې په دې نندارتون کې نندارې  ته وړاندې کړي دي قدرداني وکړه .  ده څرګنده کړه :يوازې هنرمندان دي چې کولاى شي  دزمانې شيبې تشخيصې او انځورې کړياو دخپلې انځورګرۍ له لارې  خلکو ته ارزښتناک پيغامونه وړاندې کړي .  دغه راز د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني هم ددغه نندارتون په باره  کې معلومات ورکړل او ويې ويل:   په دې نندارتون کې د انځورګرى دوه ويشت آثار چې د محمد امين نادم ، غلام نبي او دموسى خان رجا له خوا برابر شوي دي نندارې ته وړاندې شوي دي .  دغه راز محمد امين نادم دخپلو همکارانو په استازيتوب  ددغه نندارتون  دجوړولو په برخه کې دهمکارۍ  په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه وکړه اودانځور ګرۍ د دغو آثارو په باره کې يې معلومات ورکړل .  ده وويل: چې د انځور ګرۍ د دغو آثارو  په جمله کې دروسيې د جمهور رييس ولادمير پوتين او دامريکا دمتحدو ايالتونو د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ  د تصويرونو  د انځورګرۍ دوه  تابلوګانې هم شاملې دي چې يوبل ته دلاسونو دورکولو په حال کې دي .  ده زياته کړه :  دغه تصويرونه  هريو ددولس مربع مترو په سايز انځور شوي دي او ددغه نندارتون په پاى کې په کابل  کې دامريکا او دروسيې  سفارتونو ته ورکول کېږي .  ده له ټرمپ او پوتين  څخه وغوښتل چې د نړۍ د قدرتمندو هېوادونو دجمهورو رييسانو په توګه دنړيوالې سولې د تامينولو په  لاره کې پرله پسې او اغيزمنې هلې ځلې وکړي  دغه نندارتون ددوو نورو ورځو  لپاره هم په ملي نګارستان کې د مينه والو پرمخ پرانستى دى .                 باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha