صفحه اصلی | hiwad | فرهنګ او هنر | افغانستان (( تورېزم )) د تورورېزم په مقابل کې کاروي

افغانستان (( تورېزم )) د تورورېزم په مقابل کې کاروي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانستان (( تورېزم )) د تورورېزم په مقابل کې کاروي

د ا څرګندونې پرون له غرمى وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معيىنې سيدې مژګان مصطفوي د هند د تورېزم وزارت له خپلې سىالې (رىشمى ورما) سره په ځانګړې غونده کې وکړې.

په نوي ډىلي کې د افغانستان د اسلامي جمهورىت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معىينې د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون له خپلې سىالې( رىشمى ورما) سره د نوموړې په کاري دفترکې وکتل.په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت باختر آژانس ته خبر ورکړ:د دې کنتې موخه چې په کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تورىزم رىىس رامىن عتىق زاده او د  سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي هم ګډون کړى و، د هند او افغانستان ترمنځ د تورىزم په برخه کې ګډه کار کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورېزم د ودې په موخه د هو کړه لىک لاسلىک کول و .په پىل كې سيدې مژګان مصطفوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې د هند له بې سارو مرستو څخه مننه وکړه او د افغانستان د تورېستې ځاىونو او تورېزم پر اړوند يې بشپړ معلومات ورکړل. مصطفوي په خپلو خبروکې ووىل: موږ به تر دې شعار لاندې چې (( تورېزم د ترورىزم به ضد کاروو))  خپلى مبارزې ته ادامه ورکړو او په دې اړوند د کابل هواىي ډګرلپاره د وړو مىنې بسو موټرونو، د ګرځندوى په برخه کې لنډ مهاله، اوږد مهاله بورسونو او د ګرځندوى په برخه کې د مشترکو پروګرامونو په لارې اچونې ته د هند دوستانه مرستو اړتيا لرو.  د هند د تورېزم وزارت معىينې ( رىشما ورما) خوښي څرګنده کړه او د هند د ګرځندوى په برخه کې په تفصىل سره معلومات وړاندى کړل. ورما ووىل: ((موږ له افغانستان سره د ګرځندوى په برخه د ګډو ګرځندويي پروګرامونو هرکلى کوو، هلې ځلې به وکړو چې ژر د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوى په برخه کې ىو هر اړخيز هوکړه لىک لاسلىک کړو ترڅو ستاسو ټول وړاندىزونه په کى نغښتل شوي وي)).

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha